Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رباط کلي ناامنیو کې دنامسووله وسله والو لاس لرلو په اړه اندېښنې

د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په یوه عملیات کې چې د سې شنبې پر شپه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په رباط کلي کې وشول او په پایله کې یې لس تنه ووژل شول. دا پېښه له هغې وروسته وشوه چې د دغه کلي اوسېدونکو په دې ځای کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله چې د دوی په اند نامسووله وسله وال په کې لاس لري، اندېښنه څرګنده کړه.

په دې وروستیو کې په رباط کلي کې د نامسووله وسله والو ډلو د فعالیت په هکله ډېر رپوټونه خپاره شوي دي.
 
د ولسمشر سلاکار او د پروان له نفوذ لرونکو کسانو څخه محمد الماس زاهد وايي چې یو له وژل شویو، کلونه مخکې د ده ساتوونکی و. خو ښاغلی زاهد ټينګار کوي اوس له هغه او نورو کسانو سره چې وژل شوي دي هېڅ اړیکې نه لري.
   
الماس زاهد وايي چې دغه عملیات د ناسمو امنیتي اطلاعاتو له مخې شوي دي:«که چېرې عملیاتي قطعه د دوی په نامه تللي دي، باید تشریح کړي. که چېرې عملیاتي قطعه د بل چا په نامه تللې ده او غوښتل یې پر بل چا عملیات وکړي او دوی یې په لومه کې ولوېدل، دا هم باید تشریح کړي. یوه بله مسله هم ده که چېرې یوه عملیاتي قطعه یوځای ته ځي، باید ټول ونه وژني.»

ښاغلي زاهد زیاته کړه:«د دوی یو (وژل شویو) چې سپین ږیری و، شل کاله مخکې زما ساتونکی و.»

خو د پروان ځایي چارواکي وایي چې وژل شوي کسان نامسووله وسله وو، خو د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وژل شوي کسان د هغې ورانکارې ډلې غړې ګڼي چې په امنیتي او جنایي پېښو کې یې لاس درلود. 
            
د پروان اوسېدونکی مهیمن وايي:«واقعاً چې د اندېښنې او تاسف ځای دی. د پروان خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.»
           
د پروان بل اوسېدونکی چنګیر هم څرګندوي:«هره ورځ او شپه په ناحقه هوايي ډزې کوي او خلک وېروي. له خپلې وسلې سره د خلکو لار نیسي.»  

د بګرام په اړوند سیمو کې د هوایي ځواکونو د یوه پېلوټ ترور، د البیروني پوهنتون د استادانو پر موټر چاودنه، د برېښنا د ستنو الوزول او دغه راز هدفي بریدونه هغه پېښې دي چې د پروان اوسېدونکي نا مسووله وسله وال په کې ښکېل ګڼي.
               
د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند څرګندوي:«زموږ مشران او رهبران چې ځان ته مشر او رهبر وايي؛ څو کاله کېږي چې د حکومتوالۍ پر کمزورۍ بحث کوي. خلکو ته یې دا انګېزه ورکړې ده چې دولت قانون نه تطبیق وي.»
 
د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون غړي رمضان بشردوست وویل:«په واقعیت کې لاسونه یې په جنایت، په قاچاق، د ځمکې پر غضب، په غلا او د خلکو پر وژنه کې ښکېل دي او د دوی پر خلاف هېڅ کار نه شي کولای، د دې لپاره چې د دولت واک د دې په لاس کې دی.»
 
د ملي امنیت ریاست د پروان په رباط سیمه کې د دې ادارې د صفر یو قطعې د عملیاتو د ترسره کولو په هکله اطلاعات نه ورکوي.

شریک یي کړئ