داسې حال کې افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه مخ په زیاتېدو ده، یوه جګپوړي امریکایي جنرال پرون (یکشنبه د زمري په ۳ مه) ویلي، چې د امریکا متحده ایالتونه به، د افغان ځواکونو په ننګه پر طالبانو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مککینزي، چې پرون یې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر غني سره هم کتلي، پر همدغه ورځ یعنې پرون یې په کابل کې، یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې "پر افغانستان سختې ورځې راروانې دي".
ښاغلي مککینزي ویلي:« داسې یوه سیاسي لاره شته چې د دې جګړې حل لاره به وي.»
ښاغلي مککیزني دا هم ویلي:« د تېرو څو ورځو راهیسې د امریکا متحدو ایالتونو د افغان ځواکونو په ننګه، پر طالبانو هوایي بریدونه زیات کړي دي. که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، موږ په راتلونکو اوونیو کې هم، په لوړه کچه د افغان ځواکونو ملاتړ ته تیار یوو.»
ښاغلي مککینزي د افغان ځواکونو نه د ملاتړ جزییات څرګند کړي. هغه ویلي:«د کوم ځانګړي ملاتړ چې افغان حکومت ته مې یې ډاډ ورکړی دا دی، چې موږ به د طالبانو خلاف بریدونو کې له افغان ځواکونو د هوایي بریدونو ملاتړ کوو. موږ له افغان ځواکونو لوجستیکي ملاتړ کوو له کابل او یا هم سیمې څخه. په سټراتيژیکه کچه بیا د معلوماتو شریکول او د سلا مشورو مرسته کوو.»
جنرال مککینزی وایي، د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي سره کتنه کې یې، د افغان ملي امنیتي او دفاعي بنسټونو پر امنیتي پلان خبرې کړې دي.
د دغه امریکایي جنرال دا خبري داسې مهال دي، چې ولسمشر غني تېره اوونۍ وویل، چې د اوسني امنیتي وضعیت بدلون لپاره یې یوه طرحه جوړه کړې، چې پر بنسټ به یې، په راتلونکو درېیو نه تر شپږو میاشتو پورې امنیتي حالت غوره شي.