Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: افغانستان کې ملکي تلفات ۴۷ سلنه زیات شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما، خپل یو نوي رپوټ کې چې نن (دوشنبه د زمري په ۴ مه) یې خپور کړی دی، په‌کې یې لیکلي، چې روان میلادي کال شپږو میاشتو کې، د ولسي وګړو تلفات د تېر کال ورته مودې پرتله، ۴۷ سلنه زیات شوي دي.

د یوناما د رپوټ پر بنسټ، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ پیل سره، د ملکي تلفاتو شمېر پام وړ زیات شوی دی.

له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو وتل، د روان میلادي کال مۍ میاشت کې پیل شوي، چې ورسره طالبانو پر ځینو سیمو بریدونو ته هم زور ورکړی دی.

د یوناما رپوټ کې راغلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، افغانستان کې د تاوتریخوالي په نتیجه کې ۱،۶۹۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۳،۲۵۴ تنه ملکي کسان ټپیان شوي.

د یوناما رپوټ کې راغلي، چې زیات ملکي تلفات د مۍ او جون میاشتو کې ول چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې افغانستان کې، د ولسي وګړو د تلفاتو تر ټولو زیات شمېر دی.

دې رپوټ کې افغانستان کې د یوناما د مشرې او افغانستان لپاره د مګرو ملتونو سازمان د سرمُنشي ځانګړې استازې ډېبرا لاینز په حواله راغلي:«دا رپوټ په ښکاره خبرداری دی، چې که تاوتریخوالی کم نه‌کړای شي، نو په روان میلادي کال کې به ګڼ ملکي کسان ووژل شي او یا به معلولین شي.»

د یوناما مشرې پر طالبانو او د افغان حکومت په مشرانو غږ کړی، چې د خبرو پر مېز دې خپلې هڅې چټکې کړي او "د افغانانو پر وړاندې د افغانانو د جګړې" مخنیوی دې وکړي.

مېرمن لاینز ټینګار کړی، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه‌لري.

اغلې لاینز ویلي:«د پوځي لارې دوام، یوازې د افغانستان د خلکو کړاو او رنځ زیاتوي.»

یوناما د افغانستان د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي، چې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره دې نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

د یوناما د رپوټ پر بنسټ، په تېرو شپږو میاشتو کې د ولسي وګړو د ټول شمېر نږدې نیمایي، ښځې، زلمیان او پېغلې دي. هغه شمېرې چې یوناما یې بوږنوونکې او د اندېښې وړ بولي.

د یوناما رپوټ کې راغلي، چې د تېرو شپږو میاشتو لړ کې د ۶۴ سلنه ولسي وګړو مسوولیت د حکومت ضد کړیو، ۳۹ سلنه د طالبانو، نږدې ۹ سلنه د داعش ډلې او ۱۶ سلنه د حکومت ضد نامعلومو کړیو په غاړه اچول شوی دی.

دغه راز د ۲۵ سلنه ولسي وګړو د تلفاتو مسوولیت د حکومت اړوند ځواکونو، ۲۳ سلنه د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او دوه سلنه د حکومت اړوند کړیو او د حکومت اړوند نامعلومه لوریو په غاړه اچول شوی دی.

د یوناما رپوټ کې د ۱۱ سلنه ولسي وګړو تلفات، د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د شویو ډزو مهال کې یاد شوي دي.

د یوناما یوه رپوټ کې راغلي، چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال لومړیو شپږو میاشو کې، د ولسي وګړو تلفات، د تېر کال ورته مودې پرتله ۴۷ سلنه زیات شوي دي.

شریک یي کړئ