Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دولتي ځواکونو د بلخ کلدار ولسوالۍ له طالبانو بېرته ولکه کړه

دولتي ځواکونو بالاخره له ۲۰ ورځو وروسته، د بلخ ولایت د کلدار ولسوالۍ له طالبانو څخه بېرته ولکه کړه.

د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو نن دوشنبې غرمه مهال طالبان د بلخ ولایت له کلدارې ولسوالۍ په شا وتمبول او دغه ولسوالۍ یې بېرته ونیوله.

ښاغلي عادل وویل:«زموږ ځواکونو ښه پرمختګ درلود او هڅه یې دا ده چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي.»

کلداره ولسوالۍ د بلخ په شمال کې له تاجیکستان او ازبیکستان په پوله پرته ده. په یوې وروستۍ میاشت کې دا ولسوالۍ دوه ځلې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

له دې سره هم مهاله د غزني، مینمې او تالقان ښارونو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

له فاریابه داسې خبر رارسېدلی چې، د یک شنبې په شپه د طالبانو له لوري یو شمېر ډي، سي توپونه او هاوانونه د میمنې ښار پر ځینو سیمو توغول شوي دي. سیمه ییزې سرچینې وايي، په دې بریدونو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور یې ټپیان شوي دي.

د میمنې ښار اوسېدونکی احمد جمشېد وايي:«د میمنې ښار امنیتي وضعیت ډېر خراب دي. موږ هره شېبه د درنو وسلو د غږ اورېدو شاهد یوو او ډېری یې د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.»

د غزني، فاریاب او تخار ولایتونو اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو غواړي، چې ولایتونو وضعیت ته جدي پاملرنه وشي.

په همدې حال کې، د ملي دفاع وزارت وايي، تېرې یوې شپې او ورځې په عملیاتو کې د هېواد په بېلابېلو سېمو کګې لږ تر لږه نهه اتیا طالبان وژل شوي او او له اتیا ډېر نور ټپیان شوي دي.
خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

په تخار کې هم امنیتي وضعیت اندېښمنونکی بلل شوی دی. د دغه ولایت یو شمېر جګړه ځپلي چې، د تالقان ښار په یوه ښوونځي کې ځای پر ځای شوي وايي، په ډېر بد وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.

د تخار ولایت د جګړې بې ځایه شوی مجید وویل:«له یوې میاشتې ډېر وخت کېږي چې کورونه ویجاړ شوي، ژوند اباد نه دی زموږ کورونه تر راکټ او هاوان لاندې دي.»

د غزني ولایت ځينې اوسېدونکي هم وايي چې، د غزني ښار په څنډو کې روانو جګړو دوی هم سخت وېرولي دي.

د غزني ښار اوسېدونکی عبدالرحیم څرګندوي:«ډېر جنجال او زحمت دی. د ځان وېره، د مرمۍ وېره او د طالبانو د نیولو وېره ده، موږ اندېښمن یوو.»

سره له دې چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روانو جګړو کې د شاوخوا لسو نظامیانو او ملکیانو د وژل کېدو راپورونه رارسېدلي؛ خو امنیتي بنسټونه بیا وايي چې، په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۱۵۰۰ طالبان وژل شوي او څه باندې ۸۰۰ نور ټپيان شوي؛ خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

شریک یي کړئ