Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شینواری: کابل کې د توغندويي بریدونو مخنیوی ستونزمن دی

کابل په څو وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه په مهمو او مناسبتي ورځو کې په ځلونو د توغندويي بریدونو شاهد دی چې تر ټولو تازه پېښه یې، تېره اوونۍ د لوی اختر په لومړي ورځ په ولسمشرماڼۍ کې پر لمونځ کوونکو برید وشو.

خو حکومت په کابل کې د توغندويي بریدونو د مخنیوي لپاره تدابیر نه لري او د امنیتي بنسټونو ویاند وايي چې د دغه ډول بریدونو مخنیوی ستونزمن او پېچلی دی.

اجمل شینواري چې نن کابل کې په یوې خبري ناسته کې وینا کوله په دې هکله وویل:«توغندويي بریدونه ټول ترهګري ده او د نړۍ په کچه دا ډول بریدونه پېچلي دي او د هغه مخنیوی ستونزمن دی.»

کورنیو چاررو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې په ارګ کې د اختر پر لمونځ کوونکو د توغندويي بریدونو عامل نیول شوی دی. که څه هم طالب ډلې په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي دي، خو د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نیول شوی کس د طالبانو غړی دی.

هېوادوال وايي چې امنیتي او کشفي بنسټونه کولای شي له جدي تابیاو سره د دغو پېښو مخنیوی وکړي.

د کابل اوسېدونکی محبوب الله وايي:«د دې سربېره چې زما د کورنۍ غړی شهید شوی دی، موږ د سولې پلویان یوو. که چېرې راشي موږ خوښ یوو او زموږ په ګټه ده.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ هم زیاتوي:«طالبان باید د هېوادوالو بنسټيزو حقونو ته درناوی وکړي او دا د بشري حقونو د ټولو بنسټونو غوښتنه ده.»

ځينې هغه کسان چې وايي پر ارګ د وروستیو توغندويي بریدونو له امله یې روحي زیان لیدلی، ټينګار کوي چې ترهګر نه شي کولای له دغو بریدونو سره زموږ مخه ونیسي.

د کابل په یوه ښوونځي کې زده کوونکې صدف وايي:«ډېره خواشینې شوم. هغه ورځ چې زموږ ښوونځي پيل شول، غوښتل مې چې ولاړه شم مور مې وویل چې ښوونځي ته مه ځه چې کومه بله پېښه ونه شي؛ ما ورته وویل ځم چې خپل افغانستان جوړ کړو.»

د اختر په لومړۍ ورځ پر ولسمشرۍ ماڼۍ توغندويي بریدونو دنننه او له هېواده بهر پراخ غبرګونونه لرل.

شهروندان کشور می‌گویند که نهادهای امنیتی و کشفی می‌توانند با تدابیر جدی‌تر جلو چنین رویدادها را بگیرند.

شریک یي کړئ