Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په تخار د عملیاتو په ترسراوي د دغه ولایت د پرلت کوونکو ټينګار

د تخار ځينو اوسېدونکو، چې کابل کې د پرلت خیمه درولې ده پر خپلو غوښتنو ټينګار لري او له حکومت څخه تخار ته د اضافي ځواکونو د لېږد غوښتنه کوي.

هغوی نن وويل، چې د ځینو مشرانو په منځګړیتوب خپل پرلت پای ته رسوي، خو خبرداری ورکوي که یې غوښتنو ته رسېدنه ونشوه دا ځل به د حکومت د مسوولینو او د مشرانو د کورونو مخې ته به اعتراضونه پیل کړي.

تخار کې د مدني ټولنې مشر زمان‌خان وايي:«دا مسله مو درک کړې هلته چې هرڅومره غږ پورته کوو، زموږ غږ څوک نه اوري او مثبت ځواب نه وړاندې کوي. له ناچارۍ د مدني فعالانو یوه ډله هم له مېرمنو او هم له ښاغلي راشو چې له ځينو کابل مېشتو تخاریانو سره یوځای د پرلت خېمه ودروو.»

په داسې حال کې چې، د تخار د ۱۶ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي او د تالقان ښار په څنډو کې له څو ورځو راهیسې سخته جګړه روانه ده، د تخار دغه اوسېدونکي د حکومت له لوري د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د راکابو کولو لپاره د بېړنیو اقداماتو د ترسره کولو غوښتونکي دي.

دغه اعتراض کوونکي له حکومته غواړي چې، تخار ولایت ته د نورو تازه دمو سرتېرو په لېږلو سره د تالقان ښار د کلابندۍ له ماتولو سربېره د ټولو ولسوالیو مرکزونه هم بېرته له طالبانو ونیسي.

مدني فعاله خدیجه میهن‌دوست څرګندوي:«زه له ټولو ښکېلو لورو غواړم چې سوله وکړي؛ جګړه د حل لار نه ده! په ټولو ټولنو کې چې جګړه شوې هېڅ یوه د جګړې له لارې واک ته نه ده رسېدلې.»

په کابل کې د ځينو تخاریانو دغه اعتراض او د پرلت خېمې له درولو څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي او دوی همداراز خبرداری ورکوي که چېرې حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه کړي؛ نو دغه ډول حرکتونو ته به دوام ورکړي.

شریک یي کړئ