Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بهرنیو بنسټونو د پخوانیو ژباړنو او کارکوونکو ناروښانه برخلیک

د بهرنيو ځواکونو او نړۍوالو بنسټونو افغان ژباړن او کارکوونکي د امنیتي ګواښونو له امله اندېښمن دي.

سره له دې چې، امریکا او یو شمېر نورو لویدیځوالو په افغانستان کې خپلو زرګونو افغان کارکوونکو او ژباړوونکو ته د پناه ورکړې ټټر وهلی؛ خو ځينې دغه کسان بیا خپل ناروښانه راتلونکي ته اندېښمن دي.

په دې کسانو کې ځينې یې بیا نه غواړي چې، انځورونه یې خپاره شي؛ خو وايي چې، دوی او کورنۍ یې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

عبدالله ولي چې څو کاله مخکې یې په افغانستان کې په یوه پنډغالي کې له امریکې سره کار کړی دی، وايي چې اوس دی او کورنۍ یې د مخالفو ډول له خوا تر ګواښ لاندې دی.

نوموړی زیاتوي چې یو پخوانی همکاری یې ۴۰ ورځې مخکې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري بیول شوی او لا تر اوسه یې د مرګ او ژوند په اړه مالومات په لاس کې نشته:«زموږ برخلیک څنګه کېږي؟ دوی موږ ته ژمنې کړي دي چې تاسو ته پاڼې درکوو او ستاسو په لټون کې یوو، خو تراوسه هېڅ کار نه دی شوی.»

مسعود په کابل کې د امریکا په یوه پنډغالي کې یو بل کارکوونکی دی هغه وايي چې د کابل د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د امنیتي ګواښونو له امله یې کور او ټوله هستي یې په شکر درې ولسوالۍ کې پرېښې او دمګړۍ د کابل ښار په یوې برخه کې شپې او ورځې تېروي:«کورنۍ مې په شکر درې ولسوالۍ کې ده او زه نه شم کولای چې ولسوالۍ ته ولاړ شم.»

په بل لوري، د بریټانیې سفارت یو شمېر پخواني کارکوونکي سره راټول شوي او وايي چې، له کلونو راهیسې یې له دغه سفارت سره کار کړی دی. او بهر ته د تلو غوښتونکي دي

د برېټانیې یو له دغو کارکوونکو اسدالله وايي:«چاودنه وشوه او موږ قرباني ورکړه. د دغو خلکو لپاره موږ کار وکړ او خدمت مو وکړ خو اوس دوی موږ په خپل حال پرېږدي.»

لا تر اوسه یوازې امریکا هغو ۷۳ زره افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزه ورکړې او همداراز یې ژمنه کړې چې، زرګونه نورو دغه ډول افغانانو ته به هم ویزې ورکړي.

یو شمېر نورو هېوادونو لکه بریټانیې او کاناډا هم ویلي چې، په افغانستان کې د دوی یو شمېر پخواني کارکوونکي به هم له دغه هېواده وباسي.

تر اوسه یوازې امریکا هغو ۷۳ زره افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزه ورکړې او همداراز یې ژمنه کړې چې، زرګونه نورو دغه ډول افغانانو ته به هم ویزې ورکړي.

شریک یي کړئ