Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دفاع وزارت:د طالبانو تر ادارې لاندې ولسوالیو بېرته نیول پيلېږي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې ډېر ژر به د هغو ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل شي چې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

بسم الله خان محمدي زیاتوي چې طالبانو خپلو جګړو ته زور ورکړی دی خو له دولتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وس نه لري. 

د ملي دفاع وزارت دغه چارواکی ټینګار کوي چې جګړه د حل لار نه ده او که چېرې طالبان خپلو تاوتریخوالو ته دوام ورکړي، د دغې ډلې په وړاندې به ودرېږو.

ښاغلي محمدي دغه څرګندونې چې بلخ ولایت ته د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په تللی، کړي دي:«خپل ځينې ځواکونه مو دې ته چمتو کړي دی چې خپل بریدونه ترسره کړي تاسو تېره ورځ کلداره ولیده او دا هغه ځواکونه وو چې تازه پلان شوي دي او دوی وکړای شول چې ولاړ شي او ځينې سیمې ونیسي.»

دا په داسې حال کې ده چې دولتي ځواکونو د دوشنبې (زمري په ۴مه)غرمه مهال له یوې میاشتې وروسته د دغې ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو ونیو. دغه ولسوالۍ د حیرتان بندر په ۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي وايي:«دښمن اوس تښتېدلی او د جګړې لومړۍ کرښې له ولسوالۍ د ختیځ خوا ته کابو لس کیلومتره مخکې تللی چې ان شاالله له دې سره د کندوز یوه برخه پاکېږي او د امنیتي ملي او نور ټول دولتي ځواکونه چې مخکې په کلدار کې مېشت وو دوی مېشت کېږي او د حکومتوالۍ خدمتونه په نورماله توګه دوام پیدا کوي.»
 
د دغې ولسوالۍ د یو شمېر هټيو په ګډون په ځینو ودانیو کې د جګړې نښې نښانې لېدل کېږي.

د کلدار مالي او اداري مدیر مولا الدین څرګنده کړه:«د ډېرو دفترونو ښیښې ماتې شوې دي هېڅ هم نه دي پاتې یوازې د ولسوالۍ ودانۍ پاتې ده بس.»

طالبانو له درېیو میاشتو راهیسې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د یو زیات شمېر ولسوالیو مرکزونه یې هم نیولي؛ خو اوس دفاع وزارت وايي چې، ډېر ژر به ټولې له لاسه وتلې ولسوالۍ بېرته ونیسي.
 
شریک یي کړئ