Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیتي بنسټونو په چارو کې د ملي امنیت شورا د دفتر رول

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس خان آغا رضایي وايي د دفاعي او امنیتي بنسټونو کارونو کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د لاسوهنو له امله هېواد کې د جګړې وضعیت پېچلی شوی دی.

دی وايي؛ د امنيتي او دفاعي بنسټونو مسوولین په خپلو چارو کې بشپړ واک نه لري او کارونه یې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار له لوري مدیریت کېږي. او دغې چارې د دغو بنسټونو تر منځ نه همغږي رامنځته کړې ده.

د ملي امنیت شورا دفتر په دې هکله څه نه وايي خو ځينې حقوق پوهان وايي؛ د ولسمشر د ملي امنیت د مشاور دفتر یو پالیسي جوړونکی او سلا ورکونکی بنسټ دی. دوی زیاتوي، چې د دغه بنسټ له لورې امنیتي او دفاعي بنسټونو کې هر ډول عزل او نصب د قانون خلاف کار دی.

د ملي امنیت شورا مشري ولسمشر غني کوي؛ خو د ملي امنیت شورا د غونډو د پرېکړو پر عملي کولو څارنه د دغې شورا سکرتریت چې، هغې ته د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار دفتر ویل کېږي او مشر یې هم حمدالله محب دی، کوي.  

خو د دغه بنسټ کار د پالیسو جوړول او د سلامشورو ورکړه په ګوته شوی دی.

ولسمشر غني د روان کال د وري میاشتې په ۲۷مه ویلي و:«د اردو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ناکارايي دلیل همدا دی چې په دنده کې یې لاسوهنه کېږي، هغوی ته باید اجازه ورنه کړل شي، هغوی باید خپله مشوره ورکړي او څارنه وکړي.»

په داسې حال کې چې، د ولسي جرګې ځینې غړي د ملي امنیت د مشاوریت پوست مشورتي ګڼي؛ خو حمدالله محب آن امنیتي غونډې چې په کې د امنیتي او دفاعي بنسټونو وزیران او نورمسوولین حضور لري مدیریت کوي.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار وروستۍ خبري غونډه درې اوونۍ مخکې ترسره شوه. په دې غونډو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولین په اوونیز توګه د ښاغلي محب دفتر ته ورځي او د خبریالانو پوښتنې ځوابوي.

له ډېرو هڅو سره سره د ملي امنیت د سلاکار دفتر په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شو؛ خو د خوست ولایت دغه پخوانی امنیه قومندانۍ چې اوس اوس له دندې ګوښه شوی د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر له لوري د ولسوالانو او د ولسوالیو د امنیه قومندانانو د معرفي کېدو پر څرنګوالي نیوکې لري.

د خوست ولایت پخوانی امنیه قومندان داوود امین څرګندوي:«هغه پرګرام چې د ملي امنیت شورا د ولسوالیو د سلو تنو قومندانانو په هکله چې د اردو سرتېرو ترخیص اخیستی وو، هغوی ته یې د لنډې مودې لپاره ښوونه او روزنه ورکړه... ولسوالیو ته د هغوی تګ په کار نه وو.»

له هغه ځایه چې، د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار دفتر اصلي کار د پالیسو جوړول او د سلا مشورو ورکړه ده؛ نو د ولسمشر د ملي امنیت د مشاوریت د دفتر له لوري په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې عزل او نصب غیرقانوني بلل کېږي.

حقوق پوه روح الله سخي زاد وايي:«په هېڅ صورت د امنیتي بنسټونو د امرینو د لېرې کول او ګومارل د ملي امنیت شورا د سلاکار دنده نه ده.»

په تېرو دوو لسیزو کې زلمي رسول د اوو کلونو لپاره، رنګین دادفر سپنتا د پنځو کلونو لپاره او محمد حنیف اتمر د څلورو کلونو لپاره د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار د دفتر مسوولیت پر غاړه درلود او حمدالله محب بیا له ۱۳۹۷ کال راهیسې دغه چاره پرمخ وړي.

له هغه ځایه چې د ولسمشر د ملي امنیت د مشاور دفتر یو پالیسي جوړونکی او سلا ورکونکی بنسټ دی. ځينې حقوق پوهانو وايي چې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې هر ډول عزل او نصب د قانون خلاف کار دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه