Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته د مشروط منزوي کېدو خبرداری

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز نن (چهارشنبه د زمري په ۶ مه) ولسمشر ماڼۍ کې، د څارنې او همغږۍ بورډ غونډه کې وویل، که د سولې په مذاکراتو کې هېڅ پرمختګ و نه‌شي، نړۍ به له طالبانو سره راشه‌درشه و نه‌کړي.

مېرمن لاینز ویلي: "که د سولې په مذاکراتو کې هېڅ حرکت نه وي او د هغوی (طالبانو) په کنټرول کې سیمو کې د بشري حقونو نقض او جنایتونه روان وي، طالبان به نړۍوالې ټولنې ته د باور وړ نه‌شي."

مېرمن لاینز ویلي، د ارګ دا نننۍ غونډه په داسې حال ده، چې لاسته‌راوړنې نورې ننګوونکې نه‌دي.  

مېرمن لانیز ویلي:"کومې سیمې چې طالبانو لاندې کړې دي، نړۍ هلته ولسي وګړو، ښځو او لږکیو سره د هغوی (طالبانو) چلن ویني. دوحه کې خبرو کې طالبانو ته پام وړ مشروعیت ورکړل شوی، خو دا مشروعیت د افغانستان حکومت سره د مذاکراتو ژمنې سره دی. خو د جګړې پر تګلاره د طالبانو پام ورټولول، پر دغې ډلې شکونه پیدا کوي."

افغانستان کې د یوناما مشرې او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمُنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي:" یو مرستندوی به هم د ښځو د ځپلو ملاتړ و نه‌کړي، اجازه راکړئ، چې بیا یې ووایم، یو مرستندوی به هم د ښځو د ځپلو ملاتړ و نه‌کړي. د داسې دولت ملاتړ به وشي، چې نجونې په‌کې تعلیم وکړي، لږکي په‌کې خوندي وي، توپیري چلن نه‌وي."

د یوناما مشرې په خپلو خبرو کې وویل، چې:"افغانستان کې اوسمهال ۱۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او دا شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره زیات دی. دا د دې هېواد د وګړو د ټول شمېر نیمایي دي. کوم کسان چې دې خونه کې ناست یوو، باید د هغو ۱۸ میلیونه کسان په فکر کې شوو، چې خورا ګرامۍ او د کورونا خپرېدو مهال کې ژوند کوي. وچکالي زغمي. زموږ (یوناما) د کال د نیمايي رپوټ له مخې تاوتریخوالي کې ګڼ ملکي کسان وژل شوي."

مېرمن لاینز دا هم ویلي: "مرستندویان د افغانستان د حکومت ډاډ ته ګوري، چې د دغه کړکېچ حل لپاره یوه تګلاره معلومه کړي."

دې غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي:"موږ د افغانستان په راتلونکې باور لرو."

ولسمشر زیاته کړې:"نننی افغانستان ریښتیا هم بدل شوی دی."

ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل:"ما د سولې لپاره تر وخت وړاندې ټاکنو وړاندیز کړی دی."

ولسمشر غني ویلي:"لویې جرګې د پینځو زرو طالب بندیانو له منځه د ځینو خطرناکو بندیانو د ازادولو بېسارې ګام واخېست او دا کار مو نړۍوالې ټولنې سره د ښه چلن په بڼه کړی."

ولسمشر غني ویلي:"نننۍ جګړه کورنۍ جګړه نه‌ده. دا د ډلو جګړه ده."

ولسمشر غني دا هم ویلي:"زه نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکوم، چې د افغانستان خلک د حکومت ضد کړۍ نه غواړي."

ولسمشر ویلي، د پاکستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو علماوو ویلي، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه دیني نه‌ده."

ولسمشر اشرف غني ویلي:"د افغانستان د شخړې حل لپاره پوځي لار نه‌شته. د افغانستان حکومت په سیاسي حل باور لري."

د ولسمشر غني په وینا: "طالبانو لپاره یوازینۍ لار سیاسي توافق دی چې د افغانستان ټول خلک یې غواړي."

ارګ کې د څارنې او همغږۍ نننۍ غونډه کې ولسمشر وویل:"ما د امریکا ولسمشر جوبایډن ته وویل، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې درناوی یې کوي."

ولسمشر غني ویلی:"موږ کله هم له بایډن او ناټو نه‌دي غوښتي، چې د ځواکونو ایستلو لپاره خپله پرېکړه بدله کړي. افغانان باید خپله، خپل راتلونکی جوړ کړي."

د ولسمشر غني په وینا:"له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل موږ ته فرصت راکوي، چې ستراتیژیک حاکمیت په مناسبه توګه برابر کړو او موږ ته سیمې او نړۍ سره پیوستون ښيي."

ولسمشر غني دا هم ویلي:"موږ له ملي بودیجې ۵.۳ سلنه رابېل کړي، چې وضعیت ته په کتو لومړیتوبونو باندې یې ولګوو، تر څو د ملي دفاع لپاره سرچینې برابرې کړو او اړین خدمتونه وړاندې کړو."

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې وویل چې د خپلې خاورې ساتنه کې د افغان امنیيتي او دفاعي ځواکونه روانه جګړه ستايي.

طالبانو ته د مشروط منزوي کېدو خبرداری

مېرمن لانیز ویلي:"کومې سیمې چې طالبانو لاندې کړې دي، نړۍ هلته ولسي وګړو، ښځو او لږکیو سره د هغوی (طالبانو) چلن ویني. "

شریک یي کړئ