Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'حکومت دې رسنۍ د سټراټېژيکو همکارانو په توګه په رسمیت وپېژني'

په امنیتي بنسټونو کې د څلورو کندهاري خبریالانو له ناڅرګند برخلیک سره هم مهاله، اروپايي ټولنه له افغان حکومته غواړي چې رسنۍ د سټراټېژیکو همکارانو په توګه په رسمیت وپېژني.

د اروپايي ټولنې سفیر ټينګار کوي چې هغه ډاډه نه دی، چې ایا دا مفکوره ښه ده چې حکومت د رسنیو لپاره ملي ګټې تعرفي کړي چې څه دي؟

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د دغو خبریالانو نیول له طالبانو سره همکاري او د ملي ګټو پر خلاف تبلیغات ګڼي.

د ملت غږ راډیو د درېیو کارکوونکو بسم الله وطندوست، قدرت سلطاني او محب عبیدي او همداراز د یوه سیمه ییز تصویر اخیستونکي له نیول کېدو د درېیو ورځو په تېرېدو لا هم د هغو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

اطلاعاتو ته د لاسرسِ کمېسیون کمېشنره زهرا موسوي وايي:«که چېرې منفي تبلیغات شوي وي باید مستند وي چې دغه کمېسیون هغه وڅېړي.»

په داسې حال کې چې، حکومت د خبریالانو د مدافع بنسټونو له لوري د بیان آزادۍ پر نقضولو تورنېږي؛ خو ځينې حکومتي چارواکي بیا د طالبانو وروستیو کړنو ته ګوته نیسي.

د چارو ادرې رییس فضل محمود فضلي وايي:«د انسانانو ډله ییزه وژنو، صحرايي محکمو او زیربناوو له تخریب موږ او تاسو ټول خبرېږو.»
   
له دې سره سم، د بشري حقونو ځينې بنسټونه او د خواله رسنیو کارونکي په کندهار کې د نظر محمد چې په خاشه ځوان مشهور و، د وژنې څرنګوالی وحشیانه ګڼي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د رسنیو او نشراتو رییس ذبیح الله فرهنګ څرګندوي:«د خاشه د وژنې څرنګوالی د بشري ضد جنایت او د انساني کرامت تر پښو لاندې کول دي.»

مخکیني ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو سیاستوالو هم په کندهار کې د نظر محمد وژنه د بشري حقونو د ارزښتونو خلاف بللی دی.

د کابل بل اوسېدونکی مجتبی فاروق هم وايي:«هر ځای ته چې خي له ورانکارۍ او وژنې پرته بل کار نه لري.»

دیني عالمان هم د هېوادوالو او اسیرانو وژنه حرامه ګڼي.

دیني عالم مولوي عبدالستار سعادت په دې هکله زیاته کړه:«دا کلپ ما ولید د دین له پلوه دا ډول کړنې مردودې دي.»

خو طالبان بیا نظر محمد چې، په خاشه ځوان مشهور و، کمېډین نه بلکې سیمه ییز پولیس بولي. 

له دې سره سم، د بشري حقونو ځينې بنسټونه له طالبانو او افغان حکومته غواړي چې، بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د بشري حقونو ځينې بنسټونه له طالبانو او افغان حکومته غواړي چې، بشري حقونو ته درناوی وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه