Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستانه د سرتېرو پر ایستلو په امریکا او ناټو د چین نیوکه

د اسوشیټیډ پریس د رپوټ پر بنسټ، د چین بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه، پر امریکا او ناټو تور لګولی، چې له افغانستان د ځواکونو ژر ایستلو سره یې دغه هېواد (افغانستان) کې ماتې کړې.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاوو لیجیان په یوه خبري کنفرانس کې ویلي:«له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خلکو ته د ټیکاو او پراختیا مهم فرصت برابروي.»

د چین د چارواکو دا خبرې داسې مهال دي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د چین په شمالي ښار تیانجین کې، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي سره کتلي دي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو سره، د چین او طالبانو اړیکې نیږدې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ویلي، چې د راروانې اګېسټ میاشتې تر ۳۱ مه به، ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي، چې دې چارې ته د امریکا د سټراټيژیک اصلي سیال چین پام شته.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چین تمه لري، چې طالبان د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ سره پرېکنده چلن وکړي، هغه غورځنګ چې په سینک‌یانګ ایالت کې د خپلواکۍ په لټه کې دی.

له دې سره چین لېوال دی، چې طالبان د سولې جدي مذاکراتو یا هم د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي، خو په دې هکله د کومې مشخصې غونډې څه نه‌دي ویل شوي.

چین او افغانستان د واخان په دره کې ګډه پوله لري او له ډېرې مودې راهیسې چین اندېښنه لري، چې ګنې له افغانستانه به اسلامپالې ډلې سینک‌یانګ ایالت ته ځانونه ورسوي.

چین ویلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانستان خلکو ته د ټیکاو او پراختیا مهم فرصت برابروي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه