Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر غني د بیرغ په ملي ورځ؛ 'جګړه حل لاره نه‌ده'

ولسمشر غني نن (پنج‌شنبه د زمري په ۷ مه) د بیرغ په ملي ورځ یو ځل بیا وویل، چې "جګړه د افغانستان د شخړې حل لاره نه‌ده."

ولسمشر غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وینا کې طالبانو ته په اشاره وویل "تاسې چې زور ته نه تسلیمېږئ، موږ هم نه تسلیمېږو، نو حل لاره یووالی او غاړه اېښودل دي."

ولسمشر غني ویلي:"موږ د افغانستان د ویجاړۍ طرحو ته نه تسلیمېږو چې پردي او شبکې غواړي، افغانستان د جګړې په ډګر بدل کړي."

ولسمشر غني طالبانو ته په اشاره ویلي:"د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست که د شبکو ګټو ته؟ ایا غواړئ، چې د نفاق کر وکړئ او ابادي او ملي بنسټونه ویجاړ کړئ؟!"

ولسمشر غني خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې "زموږ غږ د سولې غږ دی او ټول افغانان پر سوله اجماع لري؛ باعزته او دایمي سوله چې د ټولو راتلونکی په‌کې خوندي وي."

ولسمشر غني خبرداری ورکړی، که چېرې طالبان د تورې په پرېکړه باور لري، نو افغان امنیتي ځواکونه چمتو دي، چې په زور ځواب ورکړي.

ولسمشر غني دا هم ویلي، چې د افغانستان ناکراري د سیمې ناکراري ده.

ولسمشر غني په ننیو خبرو کې د نړۍ د علماوو غونډو او په ځانګړې توګه د سعودي عربستان وروستۍ غونډې ته چې د پاکستان علما هم په‌کې وو، په اشاره وویل، چې دغې غونډه کې ټینګار وشو، چې" د افغانستان جګړه هېڅ دیني مشروعیت نه‌لري."

ولسمشر یو وار بیا ژمنه وکړه، چې د وروستۍ امنیتي طرحې عملي کېدو سره به یې، د هېواد وضعیت بدل شي.

ولسمشر غني طالبانو ته په اشاره ویلي "تاسې چې زور ته نه تسلیمېږئ، موږ هم نه تسلیمېږو، نو حل لاره یووالی او غاړه اېښودل دي."

شریک یي کړئ