Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات چارواکي وایي، د طالبانو بریدونو ته ځواب ورکړای شو

طالبانو تېره شپه د هرات ښار سویل کې پر مالان پل، د ښار ختیځ کې پر سیاوشان کلي او د کرُخ ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي.

د هرات چارواکو نن (پنج‌شنبه د زمري په ۷ مه) ویلي، چې طالبانو تېره شپه پر هرات ښار او کرُخ ولسوالۍ برید کړي وو، چې ځواب ورکړای شوی.

طالبانو تېره شپه د هرات ښار سویل کې پر مالان پل، د ښار ختيځ کې پر سیاوشان کلي او د کرُخ ولسوالۍ پر مرکز بریدونه کړي وو.

د رپوټونو پر بنسټ، د امنیتي ځواکونو سوي ټانکونه او د طالبانو مړي د جګړې ځای کې پاتې دي.

د امنیتي بنسټونو شمېرې دي، چې لږ تر لږه ۴۰ تنه طالبان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي، خو طالبان دا شمېرې نه‌مني.

د هرات ښار مالان پل ته نږدې چې تېره شپه نښته پیل شوې اوس هم روانه ده.

د کومانډو ځواکونو قوماندان تورن اکرم خان ویلي:«طالبان له زړو بوټانو او یو شاجور مرمۍ سره راځي، موږ سره جګړه کوي او موږ چې ښه نظامي امکانات لرو – نو قوي جګړه ورسره کووو.»

د کومانډو یوه سرتېري عبدالرحیم ویلي:«موږ له خپلې خاورې دفاع کوو – چې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله وا نه وړي. اوس لپاره مخې ته نه ځو.»

پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل خان هم له خپلو سلګونه وسله‌والو سره، د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی.

اسماعیل خان ویلي، چې هرات ښار ته د جګړې رسېدو مخنیوی کوي.

نوموړي ویلي:«د هرات ښار نږدې سیمو ته کم شمېر طالبان راغلي او د اندېښنې خبره نه ده. امنیتي ځواکونه او ولسي ځواکونه په ګډه او قوي مورال سره، د دوښمن ځپلو او وړاندې تګ مخنیوي ته یې تیار دي. د هرات خلک دې اندېښنه نه کوي.»

د هرات چارواکي وایي، د طالبانو ډله‌ییزو بریدونو ته ځواب ورکړای شوی دی.

د هرات امنیه قوماندان سید معراج‌الدین سادات ویلي:« د دې لپاره چې موږ په ولسوالیو کې پرمختګ و نه‌کړو، طالبانو پر ښار برید وکړ، چې ښار کې ګډوډي جوړه کړي او خلک وویروي.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان ډګروال عبدالحمید حمید یلي:« امنیتي ځواکونو طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی – د طالبانو مړي د جګړې ځای کې پراته دي. امنیتي ځواکونه او ولسي ځواکونه د طالبانو خلاف مبارزه کوي او هغوی به له ښار نه وباسي.»

تراوسه د افغان ځواکونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې کوم رپوټ نه‌شته.

شریک یي کړئ