Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سولې وزارت: ۴ میاشتو کې ۲۴ زره طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د سولې وزارت رپوټ دی، چې تېرو څلورو میاشتو کې ۵،۷۷۷ تنه ملکي کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تاوتریخوالي د کمښت او پر اوربند د څار څانګې موندلي دي،  چې په تېرو څلورو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د دغه وزارت د رپوټ پر بنسټ د روان لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې د چنګاښ میاشتې تر وروستۍ نېټې، طالبانو ۲۲ زره بریدونه کړي چې ۲۴ زره طالبانو ته په‌‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تاوتریخوالي د کمښت او پر اوربند د څار څانګې رییس سید عبدالله هاشمي ویلي:«د افغانستان بېلابېلو سیمو ته چې له ۱۰ زرو زیات بهرني وسله‌وال راغلي، دا ښيي، چې د افغانستان د جګړې شاته بهرني لاسونه دي.»

په همدې حال کې د ملي مصالحې د عالي شورا یوه مرستیال عطاء الله سلیم ویلي، چې اوسنۍ جګړه مشروعیت نه‌لري او طالبان باید خپلې غوښتنې د مذاکرانو پر مېز ووايي.

ښاغلي سلیم ویلي:« موږ د دې پلوي یوو چې په یو وخت کې دې په ټولو موضوع‌ګانو خبرې وشي، هم د بندیانو پر موضوع، هم د تور لېست او هم د اساسي قانون پر موضوع.»

ښاغلي سلیم زیاته کړې، چې طالبانو لا تراوسه نه‌دي ویلي، چې کله به بیا د افغانستان د حکومت استازو سره خبرو ته کېني.

نوموړي ویلي:« زموږ او د طالبانو د تحریک د اړیکو ډلو ترمنځ خبرې روانې دي خو تر ډېره د اسانوونکو دوستانو غږ او پیغام ته په تمه یوو.»

طالبانو لا تراوسه د سولې په چارو کې د دولت وزارت دې رپوټ ته کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د دې رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي، چې تېرو څلورو میاشتو کې ۵،۷۷۷ تنه ملکي کسان وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي.

شریک یي کړئ