Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګار وایي افغان‌حکومت د "بقا له بحران" سره مخامخ دي

د امریکا د حکومت یوه څارونکې اداره یا سیګار وايي، چې له افغانستان نه، د امریکایي او نورو ځواکونو د وتلو تر پیل وروسته، د طالبانو بریدونه په زیاتېدو دي.

د افغانستان پر بیارغاونه د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار خپل یو نوي رپوټ کې چې نن (جمعه د زمري په ۸ مه او د جولاي په ۳۰ مه) خپور شوی، په‌کې راغلي، چې افغان‌حکومت ځینې ولسوالۍ بېرته نیولي دي او د کابل په ګډون د ټولو ۳۴ ولایتونو مرکزونه حکومت سره دي، خو د عامو خلکو د راپورنو له مخې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه حیران دي، چمتو نه ښکاري او لا هم شاته روان دي.

رپوټ کې راغلي:"افغان حکومت ته ټولیز وضعیت نامعلوم دی او که ورته و نه سېږي او حالت بدل نه‌کړي، نو حکومت به له بقا کړکېچ سره مخامخ کړي."

د سیګار رپوټ کې راغلي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر توافق وروسته، پر افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

سیګار د امریکا کانګرس ته خپل نوي راپور کې، افغانستان کې پر بیارغاونه د امریکا څه باندې ۱۴۴ میلیارده ډالرو لګېدو ارزونه هم کړې ده.

سیګار د افغان ځواکونو د اسنادوپه حواله لیکلي، چې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې سند لاسلیک کړ، تر هغې راوروسته پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

رپوټ کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې نه د ۲۰۲۱ کال تر مۍ میاشت پورې، طالبانو ۱۰۳۸۳ بریدونه کړي دي.

رپوټ کې راغلي، چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي او ګڼې ولسوالۍ یې نیولې دي، خو لا یې پر امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو له بریدونو ډډه کړې ده.

د سیګار رپوټ کې راغلي، چې طالبانو په ځینو سرحدي سیمو کې د افغان حکومت عواید لرونکې سیمې نیولې دي. په دې مانا چې په ځینو ګمرکونو یې ولکه ټینکه کړې ده.

سیګار په خپل رپوټ کې د افغان‌حکومت د معلوماتو پر بنسټ لیکلي، چې طالبانو په هرات، کندهار او کندوز کې ګمرکونه نیولي، چې د دغو ګمرکونو عواید، د ۱۳۹۹ مالي کې د افغان حکومت د ټولو عوایدو ۴۳.۳ سلنه کېږي.

سیګار د ناټو عملیاتي قوماندانۍ په حواله لیکلي، چې د افغان‌ځواکونو اکثره برخې، د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرته عملیاتو نه ډډه کوي.

سیګار ویلي، چې د افغان‌ هوایي‌ځواک ټولې چورلکې ځکه له ستونزو سره مخامخ دي، چې عملیاتو کې ورته اړتیا ډېره شوې ده او ۲۵ سلنه چورلکو ته د ساتنې له واټن نه، لارښوونه کېږي او بیا الوتنې کوي، چې کېدای شي ناوړې پایلې ولري.

سیګاه د پرېکنده ملاتړ په حواله لیکلي، چې ملکي تلفات لا هم روان دي، چې اپریل او مۍ میاشتو کې ۲۰۳۵ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له منځه یې ۷۰۵ تنه مړه شوي او ۱۳۳۰ تنه ټپیان شوي دي، دغه راز د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ نه تر مارچ میاشتې پورې ۲،۱۴۹ تنه ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه