Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خبریالانو ته د ګواښونو پر زیاتوالي د خبریالانو اندېښنې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان یوه خبري غونډه کې ویلي، چې کېدای شي افغانستان کې امنیتي وضعیت، د وینا ازادي ټکنۍ کړي.

افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سره سم، ځینې خبریالان او رسنوال وایي، چې امنیتی ګواښونو اندېښمن کړي دي.

یوه خبریال اکبر لودین ویلي:"له ښکېلو خواوو زموږ غوښتنه داده، چې جګړه کې دې نړۍوال اصول په پام کې ونیسي."

یوه عکاس شعیب حیدري ویلي:"خبریالان په ناوړه وضعیت کې دي. نړۍواله ټولنه دې په اوسني وضعیت کې خبریالان یوزاې نه پرېږدي."

په همدې حال کې له رسنیو ملاتړي بنسټونه ټینګار کوي، چې د افغان خبریالانو د امنیت ټینګښت لپاره به غږ پورته کوي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په نړۍواله ټولنه غږ کړی، چې د جګړې پر ښکېلو لوریو فشار راوړي، چې ورسره د خبریالانو امنیت خوندي شي. 

افغانستان لپاره د بې‌پولې خبریالانو سازمان مسوول رضا معیني وایي:"پر نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې افغانستان کې د خبریالانو امنیت ټینګ شي."

د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې مرستیال ضیا بومیا ویلي:"تېرو شلو کلونو کې د لاسته راوړنو یوه برخه چې د دولت مخالفو ډلو سره تعامل کې د نړۍوالې ټولنې سره کرښه ده، نن د ټکنۍ کېدو په حال کې ده."

د بې‌پولې خبریالانو سازمان وايي، کندهار کې چې ملي امنیت څلور تنه خبریالان نیولي دي، دا چاره یې غیرقانوني ده او دغه خبریالان دې ژر خوشې شي.

افغانستان لپاره د بې‌پولې خبریالانو سازمان مسوول رضا معیني ویلي:"دا نیول ناسم وو. په جزییاتو یې نه یوو خبر، خو نورې لارې شته. هغه څه چې دغو خبریالانو کړي، دفاع یې نه کوو."

څو ورځې وړاندې په کندهار کې څلور تنه سیمه‌ییز خبریالان په کندهار کې ملي امنیت وروسته تر هغې ونیول، چې د طالبانو کنټرول کې سپین‌بولدک ولسوالۍ ته تللي وو.
تراوسه د دغو خبریالانو د برخلیک په هکله څه نه‌دي ویل شوي.

شریک یي کړئ