افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما نن (جمعه د زمري په ۸ مه) یوه بیان کې ویلي، چې د حکومت ضد کړیو نن په هرات کې د دوی پر دفتر برید کې یو ساتونکی وژلی او څو نور یې ټپیان کړي دي.
یونا دا برید غندلی او ویلي یې دي چې د دولت ضد کړیو د ملګرو ملتونو دفتر په نښه کړی دی.
هرات کې سرچینو ویلي، چې دا برید طالبانو کړی.
طالبانو لا تراوسه په دې هکله څه نهدي ویلي.
یوناما ویلي، چې د دې برید د څرګند تصویر معلومېدو سملاسي غوښتنه یې کړې او په همدې تړاو اړوند لوریو سره په اړیکه کې دي.
د یوناما مشرې او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمُنشي ځانګړې استازې ډیبورا لاینز ویلي:"دا پر ملګو ملتونو برید دی او موږ یې په کلکه غندوو. زموږ لومړنی تاثر د وژل شوي افسر کورنۍ سره دي او ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا غواړو."
یوناما ویلي، چې برید کې ماینونه چاودلي او ډزې شوي دي، خو د یوناما کوم کارکوونکی ته زیان نهدی رسېدلی.
په همدې حال کې افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازی انډریس وون برانډېټ وایي، چې اروپايي ټولنه په هرات کې د یوناما پر دفتر برید غندي.
ښاغلي برانډېټ ویلي:"طالبان باید هغو جنایتونه ځواب ووایي، چې پر موږ ټولو د برید مانا لري. دا موږ ټولو ته د راکړل شوي ډاډ خلاف چاره ده."
دا تر هغې وروسته چې نن د هرات ښار اړوندو کې د افغانځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو دویمه ورځ ده او هرات ته الوتنې هم بندې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه