Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسي‌جرګه: د اوسني وضعیت لامل دفاع‌ وزارت کې کمزوري ده

طالبانو دې جنګي فصل ته چمتووالی نیولی وو او ویې کړای شوای، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل سره سم په بې‌ساریو بریدونو، د څه باندې دوو سوو ولسوالیو پر مرکزونو ولکه ټینګه کړې.

د ولسي جرګې او مشرانو جرګې دفاعي کمېسیونونه، تېر یو کال کې د دفاع وزارت مشرتابه کې کمزوري، د طالبانو لاس ته د ولسوالیو د لوېدو یو لامل بولي.

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون مشر وایي، چې د دفاع وزارت د پخواني وزیر اسدالله خالد اوه میاشتنۍ غیرحاضري، د دفاع وزارت مشرتابه کې یوه ننګونه وه، چې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا سبب شو.

خو دفاع وزارت د دې وزارت د فعالیتونو دفاع کوي.

افغانستان کې تېر یو کال کې له امنیتي اړخه لوی بدلونونه راغلي.

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون مشر وایي، په یوه حساس وخت کې چې پوځ ځواکمنتیا ته اړیتا لرله، د ملي دفاع پخوانی وزیر اسدالله خالد اوه میاشتې له دندې لېرې وو او د د امنیتي وضعیت د خرابۍ یو لامل همدا دی.

د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي ویلي:" د دفاع د وزیر اوه میاشتني نه حضور، هغه هم سخت جنګي حالت کې، ټولې ستونزې جوړې کړې، ستونزې له هماغه وخت پیل شوې او ومو لیدل چې له مقاومت پرته، طالبانو ډېرې ولسوالۍ ونیولې."

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نېټې رسمي اعلان نه مخکې، د لواګانو او کنډکونو په کچه امریکایي سلاکاران وو او د وتلو د نېټې اعلان نه وروسته، په یو وار د جګړې ډګرونه افغان ځواکونو ته پرېښودل شول.

د ولسي جرګې یو غړی وایي، چې د بهرنیو ځواکونو پخواني قوماندان سکاټ مېلر به تل، له دندې د اسدالله خالد ګوښه کولو سره مخالفت کاوه او د ښاغلي خالد اوه میاشتې نه موجودیت سره، دفاع وزارت ستونزوه سره مخامخ شو.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون غړي علي اکبر جمشیدی ویلي:" د قول اردوګانو او د ملي دفاع وزارت په راس کې ګومارنو او ګوښه کولو کې جدي مداخلې وې."

د ملي دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي ویلي:"پوځ د هېواد هرې برخې دفاع ته چمتو دی او د هېواد بېلابېلو سیمو کې د جګړې ډګر کې پرمختګونه شوي دي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړې د پوځ د هڅو نتیجه ده."

نیږدې دوه میاشتې کېږي، چې بسم‌الله محمدي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند په توګه ګومارل شوی دی.

د اسدالله خالد په نه موجودیت کې، یاسین ضیاء چې هغه مهال لوی درستیز وو، د وزارت مشري یې هم کوله، خو اوس ولي محمد احمدزی د تېو دوو میاشتو راهیسې لوی درستیز دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه