Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د جګړې درېیمه ورځ؛ جګړه د ښار مرکز ته نږدې شوې ده

پر هرات ښار د طالبانو د برید په درېیمه ورځ، د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښتې د هرات ښار مرکز ته نږدې شوې دي.

د طلوع نیوز خبریال نصیر احمد صالحي وايي چې د هرات ښار په سوېل کې سخته جګړه روانه ده.

د هغه په وینا د جګړې لومړۍ کرښه د تېرو دوو ورځو پرتله اوس د هرات ښار ته نږدې شوې او جګړې لا زور اخیستی دی.

په هرات کې امنیتي چارواکي وايي چې طالبان د خلکو په کورنو او بڼونو کې ځای پر ځای شوي دي او پر امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون والو ډزې کوي.

د دغو چارواکو په وینا، د خلکو په کورونو کې د طالبانو ځای پر ځای کېدو د امنیتي ځواکونو لپاره کار ستونزمن کړی دی.

د هرات والي عبدالصبور قانع طلوع نیوز ته وویل چې د هرات په جګړه کې بهرني جنګیالي هم د طالبانو ترڅنګ له امنیتي ځواکونو سره جنګېږي:«پاکستاني جنګیالي د طالبانو ترڅنګ په هرات، فراه او بادغیس په جګړو کې ګډون لري. طالبانو پر هرات ښار د برید پلان جوړ کړی خو د ښار په امنیتي کمربندونو کې له مقاومت سره مخامخ شول او ماته یې وخوړلې ده.»

محمد اسماعیل خان تر خپل امر لاندې سلګونه کسانو سره له طالبانو سره د جګړې د لومړۍ کرښې مدیریت پرغاړه لري.  نوموړی حکومت د طالبانو د بریدونو په شنډولو کې بې غوره ګڼي.
 
د ولسي مقاومت د جبهې مشرمحمد اسماعیل خان وویل:«پرون ولسمشر له ما سره خبرې وکړې او دفاع وزارت ته یې لارښونه وکړه چې هرات ښار ته مرستندویه ځواکونه واستوي او تر تېرې شپې باید دغه ځواکونه رارسېدلي وای؛ له بدغه مرغه چې دفاع وزارت بې پروايي کړې او تراوسه مرستندویه ځواکونه هرات ته نه دي رسېدلي.»

د هرات ښار د سوېلي برخو ډېری اوسېدونکي د جګړې د زیاتېدو له امله له خپلو کورونو نه د تښتېي په حال کې دی.
 
د هرات اوسېدونکی شامل وايي:«طالبان زموږ کورونو ته نږدې راغلل او جګړه وشوه. موږ اړ شو چې له خپلو کورونو تېښته وکړو.»

د هرات اوسېدونکي نصیراحمد هم وویل:«ایا زموږ حق دی چې په دغو شرایطو کې د ټوپک غږ واورو؟ زموږ د کورنۍ غړي له کوره تېښته وکړي او هغه لږ ګاونډیان چې پاتې دي هغه هم د تېښتې په حال کې دي.»

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا قومندان ډګروال عبدالحمید چې د هرات په سوېل کې یې د جګړې د لومړۍ کرښې مدیریت یې پر غاړه درلود، د جمعې ورځې په ماسپښين له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. د هرات والي وایي چې طالبانو لومړی ښاغلی حميدي ژوندی ونیوه او وروسته یې ووژاه.

شریک یي کړئ