Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

موندنې: لوی درستیز د جګړې د مدیریت پرځای پر عقده يي کړنو بوخت دی

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون د لوی درستیز ولي محمد احمدزي د څه باندې یوې میاشتې د کړنو له ارزونو وروسته دا موندلې چې، هغه د جګړې د مدیریت پر ځای د ځینو قول اردوګانو له قومندانانو سره د پخوانیو عقدو پر پاللو بوخت دی.

دغه کمېسیون همدارنګه زیاتوي چې، ښاغلی احمدزی له هغو کسانو سره چې، تر ده مخکې د هغه پر ځای په قول اردوګانو کې ګومارل شوي شخصي ستونزې لري او اوس هڅې کوي چې، له هغو سره هماغه کینه وپالي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت رییس خان اغا رضايي په دې هکله وايي:«موږ هیله لرله چې لوی درستیز له خپل راتګ سره بدلون رامنځته کوي، خو له بدغه مرغه د هغو کسانو په وړاندې عقدې پالي چې پر ځای یې راغلي وو، اوس د عقدو د پاللو وخت نه دی.»

ولي محمد احمدزی د سږکال په غبرګولي میاشت کې د هېواد لوی درستیز وټاکل شو، لوی درستیز د جګړې د مدیریت، د پوځ د روزنې او سمبالتیا، فکري پراختیا او دغه راز د لویو جګړیزو پلانونو د عملي کولو مسوولیت پرغاړه لري. نوموړی دغه راز د ملي امنیت شورا او د وسله وال ځواک د اعلا سرقومندانۍ غړيتوب هم لري.

ښاغلی احمدزی چې په ۱۳۶۵ کال کې یې د پوځ د یوه بلوک د قومندان په توګه کار پېل کړ، له ۲۹ کلونو وروسته په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان شو، له درېیو کلونو وروسته د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان شو او اتلس میاشتې یې په دغې قول اردو کې کار وکړ او وروسته یو ځل بیا د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وټاکل شو، تر هغې وروسته د ملي ساتنې د عمومي ادارې رییس شو او د لوی درستیز په توګه تر ټاکل کېدو مخکې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان و.

سرچینې وایي چې ښاغلی احمدزی د هغو قول اردو ګانو له قومندانانو سره اغېزناکه کاري اړیکه نه لري چې تر دې وړاندې په قول اردو ګانو کې د ده پر ځای ټاکل شوي دي.
                
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي:«د وسله وال ځواک لوی درستیز د هېواد د نافذه قوانیونو او پوځي اصولو پر بنسټ د جګړې د ښه مدیریت لپاره شپه او ورځ یوه کړې او د عقدې هېڅ ډول پالل شتون نه لري.»

یو شمېر پخواني نظامیان هم د دغه لوی درستیز له لوري د جګړې د مدیریت پر څرنګوالي له نیوکې سربېره وايي، لا تر اوسه د جګړې دغه ډول یو مدیر په هېڅ جګړه کې نه دی لیدل شوی.

د ملي دفاع وزارت پخوانی پوځي جاوېد کوهستاني په دې باور دی په داسې شرایطو کې چې په څه باندې دوه سوه جبهو کې جګړه روانه ده، د قول اردوګانو له قومندانونو سره به د لوی درستیز د اختلافونو شتوالی د هېواد د امنیتي وضعیت د لا کړکیچن کېدو لامل شي:«که چېرې موږ لږ تر لږه د جګړې په هکله یو ګډ لیدلوری ولرو زموږ د ماتې لامل نه کېږي.»

د جګړې د مدیریت،د پوځ د قومندانانو ترمنځ د نه همغږۍ او د قول اردو ګانو له قومندانونو سره د لوی درستیز د اختلافونو په تړاو په داسې حال کې اندېښنې زیاتې شوې دي چې طالبان توانېدلي دي چې د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو مرکزونه ونیسي.

شریک یي کړئ