وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جګړې پراختیا؛ په شپږو ولایتونو کې مُلکي الوتنې درول شوې دي

د هېواد په څو ښارونو کې د جګړې له پراخېدو سره سم، هرات، ارزګان، هلمند، کندوز، فاریاب او بدخشان ولایتونو ته ټولې مُلکي الوتنې درول شوې دي.

د هغو ولایتونو اوسېدونکي چې، دم‎ګړۍ په مرکزونو کې یې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده وايي، ځمکنۍ لارې نا امنه دي او اوس د الوتکې په وسیله د هوا له لارې ځینو ولایتونو ته له تګه هم محروم شوي دي.
              
د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مرستیال مسعود بینا وايي:«په دې وروستیو کې د ناامنیو له امله الوتنې کابو ۶۰ سلنه کمې شوې دي، موږ له دوه درې ولایتونو پرته نور کورنۍ الوتنې نه لرو.»
              
په بدخشان کې خبریاله لینا شیرزاد هم زیاتوي:«اوس چې الوتنې کنسل شوې دي او خلک له خپلو کارو بار څخه پاتې دي، وضعیت چې خراب وو کابل ته راغلل او اوس تلل هم ستونزمن دي.»   

د ملکي هوايي چلند اداره په دې برخه کې د مالوماتو له ورکړې ډډه کوي.

دم کړۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې د هېواد په سترو ښارونو کې دوام لري. له دې ډلې په هلمند او هرات کې وضعیت اندېښمنوونکی دی.

د هلمند لښکرګاه ښار په دې ورځو کې د جګړې په اور کې سووځي.

د طالبانو لاسته د هلمند د ټولو ولسوالیو او دغه راز د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې له لوېدو وروسته، جګړه د هلمند د امنیه قومندانۍ او د ولایت تر ودانۍ رسېدلې ده.
 
محمد ولي علیزی د هلمند والي په دې هکله څرګندوي:«سمه ده چې جګړه ده، دا له طالبانو سره جګړه نه ده له پنجاب سره ده. دا د ای اس ای جګړه ده.»

د هلمند په ګاونډ کې د کندهار وضعیت هم اندېښمنوونکی ګڼل کېږي.
                
د کندهار اوسېدونکی فضل احمد وویل:«د جګړې کرښه د ښار په یوې او دوه کیلومټرۍ کې ده او له دې ځایه په لسګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.»

په هرات، تلقان، میمنې او غزني ښارونو کې هم د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

خو ملي دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې د هېواد هېڅ ښار د طالبانو لاسته د لوېدو له خطر سره نه مخامخ کېږي.
                
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان څرګندوي:«د هرات، کندهار او هلمند ولایتونو پر مرکزونو د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي. په تالقان ښار کې دولتي ځواکونه ډېری سیمې د طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.»

ورته مهال د رپوټونو پر بنسټ په تېرو څلروییشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړې په لړ کې د شاوخوا پنځوسو پوځيانو او ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. 

ملي دفاع وزارت وایي چې همدې موده کې ۱۳۱ طالبان وژل شوي او ۶۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

بلخوا طالبان بیا دغه ادعا ردوي.

شریک یي کړئ