Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات ته نور دولتي سرتېري ورسېدل

ملي دفاع وزارت وایي، چې نن (یکشنبه د زمري په ۱۰ مه) هرات ښار ته نور حکومتي ځواکونه رسېدلي. دا له هغې یوه ورځ وروسته چې طالبانو د هرات ښار مرکزي سیمو ته نږدې بریدونه زیات کړل.

پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان، چې هرات کې د ولسي ځواکونو مشري کوي، پرون یې د خپلو کسانو منځ کې پر دفاع وزارت نیوکه وکړه، چې د نورو ځواکونو استولو کې یې ځنډ کړی دی.

نن څلورمه ورځ ده، چې د هرات ښار اړوندو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

ډېرې نښتې د ښار سویل لور کې دي، چېرته چې طالبانو پرون د مالان پل هم ولکه کړی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، په سلګونه نور ځواکونه نن سهار هرات ښار ته رسېدلي او وضعیت به کنټرول کړي.

هرات کې چارواکي وایي، چې د وروستیو نښتو له کبله په سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

پر هرات ښار د طالبانو په بریدونو ځینو وکیلانو او شنوونکو نیوکه کړې، چې د دوحې تړون خلاف چاره ده.

طالبان بیا وایي، دوی داسې کومه ژمنه نه ده کړې، چې ګنې پر ښارونو به بریدونه نه کوي.

هرات ته نور دولتي سرتېري ورسېدل

افغان دفاع وزارت وایي، د ځانګړو ځواکونو سلګونه سرتېري هرات ښار ته رسېدلي.

شریک یي کړئ