Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې یوځل بیا جګړې زور اخیستی

د هرات ښار په ځينو برخو کې د څلورمې ورځې لپاره په پرله پیسې توګه جګړه روانه ده او اوس یې یو ځل بیا زور اخیستی دی.

د هرات ښار په لوېدیځو کلیو کې جګړه په زور کې روانه ده او امنیتي ځواکونو همدارنګه د ښار په سوېل کې د جګړې له لومړۍ کرښې لږ شاتګ کړی دی.

له دې سره هم مهاله له کابل نه هرات ته سلګونه ځانګړي ځواکونه تللي دي. د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال چې د دغو ځواکونو مشري کوي، له هرات ښار نه د طالبانو د شړلو لپاره د عملیاتو د پېلېدو خبره کوي.
 
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان په دې هکله وايي:«د امنیتي ځواکونو له یوې ټولګې سره کابل ته راغلي یوو او په هرات کې له امنیتي ځواکونو سره یوخای شوي یوو. د هرات د خلکو د ځان، مال او ناموس د خوندیتوب لپاره ژر تر ژره اقدام کوو.»

د هرات والي عبدالصبور قانع څرګندوي:«په ملان پله کې د جګړې لومړۍ کرښه کې نښته ده او د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې ده. ځينې وختونه، لومړۍ کرښه شاته او مخته کېږي؛ خو په دې معنا نه ده چې د جګړې کرښه ماته شوې وي.»

د جګړې له امله د هرات ښار نړۍوال هوايي ډګر بندې شوې الوتنې له درېیو ورځو وروسته له سره پېل شوې.

د پژاواک خبریاله ستورۍ کریمي او د سلام وطندار راډیو خبریال شکیب شمس چې ښځه او خاوند دي نن سهار د جګړې د لومړۍ کرښې د خبرې پوښښ پر مهال د طالبانو له برید سره مخ شول او طالبانو له یو ساعت توقیف وروسته بېرته خوشي کړل.
 
د پژاواک خبري آژانس خبریاله ستورۍ کریمي وویل:«له امنیتي ځواکونو مو لس مټره واټن درلود چې پر موږ ډزې وشوې. له خاوند سره مې په موټر کې پروټ وکړ او د طالبانو له خوا کلابند شو. طالبانو پر موږ ډېرې ډزې وکړې.»

د سلام وطندار راډیو خبریال شکیب شمس هم زیاتوي:«ډېره وحشتناکه وه؛ ځکه چې زموږ پر موټر څو مرمۍ ولګېدې. کله مې چې موټر ودروه، ومې لیدل چې څلورو طالبانو موږ کلابند کړو او وې ویل چې موټر دننه واټه بوځئ.»

د هرات د حوزه يي روغتون د شمېرو له مخې د هرات ښار په سوېل کې د وروستیو څلورو ورځو په جګړه کې د ۱۶ پوځیانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او د ۷۰ پوځيانو په ګډون ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د هرات امنیتي چارواکي طالبانو ته هم د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو خبره کوي.

په هرات کې یوځل بیا جګړې زور اخیستی

د هرات د حوزه يي روغتون د شمېرو له مخې د هرات ښار په سوېل کې د وروستیو څلورو ورځو په جګړه کې د ۱۶ پوځیانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او د ۷۰ پوځيانو په ګډون ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ