Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکو ۳۰۰زره لېټره تېل پلورلي

سرچینې په زابل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د دویمې لوا د مسوولینو له لوري د دولتي ځواکونو د الوتکو د ۳۰۰ زره لېتره تېلو له پلورلو خبر ورکوي.

د سرچینې په وینا په زابل ولایت کې د ګارنیزیون قومندان عبدالغفور هوتکي او د پنځم اتل قول اردو د دویمې لوا د دروازې قومندان صفت‌الله، د پوځ ځواکونو د الوتکو  تیل په کلات ښار کې د تېلو په سوداګرو پلورلي دي.

د زابل اوسېدونکی عبدالعلیم خروټی وايي:«د حکومت تېل د دې لپاره پلورل کېږي چې دوی په غلا عادت شوي دي، لامل یې همدا دی.»

د زابل بل اوسېدونکی عصمت الله صافی هم څرګندوي:«زیان حکومت ته رسېږي او بودیجه دوی مصرفوي. له همدې امله ده چې په دې برخه کې ستونزې زښته زیاتې دي.»
 
د سرچینو په ونیا تر هغې وروسته چې د دویمې لوا د تیلو زیرمې تش شوې، هغو کسانو چې د امنیتي ځواکونو د تېلو په پلور کې یې لاس درلود، د دویمې لوا د قومندان د غولولو لپاره چې تازه پر دې دنده ګومارل شوی و، د لوا په منځ کې درې مقناطیسي ماینونه ځای پرځای کړل او چاودنه یې ورکړه، داسې وښيي چې ګواکې د تېلو زیرمې د توغندي د لګېدو له امله سورۍ او تېل پر ځمکه توی شوي دي. خو له اخیستل شویو تصویرونو هم ښکاري چې زیرمې له ښکته زیانمنې شوي دي، په داسې حال کې چې که توغندي پرې لګېدلي وای باید له پورته زیانمنې شوې وای.

په زابل کې چارواکي په دې تړاو خبرو ته حاضر نه دي، خو د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواری چې نن په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې دا موضوع به وڅېړي:«هغه موضوع ده چې باید وڅېړل شي. په لومړي ګام کې موږ دا په هېڅ ډول نه منو. فکر نه کوم چې داسې کومه موضوع دې وي.»

دا لومړی ځل نه دی چې د امنتیي ځواکونو د تېلو د پلورلو رپوټ ورکول کېږي، تر دې وړاندې هم د پوځ د ځواکونو د وسلو مهماتو او خوراکي توکو د پلور په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي او ان د دولتي ادارو څو تنه چارواکې په دې تور محاکمه شوي دي.

دغه سرچینې زیاتوي، په کلات ښار کې د ګارنېزیون قومندان او د ملي اردو د دویمې لوا قومندان دغه تېل د کلات ښار د تېلو پر ټانکونو پلورلي دي.

شریک یي کړئ