Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: تر هغې چې پوځي وضعیت بدلون ونه کړي طالبان سولې ته نه حاضرېږي

ولسمشر غني وايي تر هغې چې پوځي وضعیت بدلون ونه کړي، طالبان د سولې لپاره هېڅ هوډ نه لري او د مذاکرې مېز ته نه حاضرېږي.

ولسمشر وویل:«دوی (طالبان) جدي مذاکرې ته نه حاضرېږي چې د جګړې په ډګر کې پوځي وضعیت بدلون وکړي.»

ولسمشر نن (یکشنبې، د زمري په ۱۰مه) د برېښنايي حکومتوالۍ اوونۍ په پرانیستغونډه کې وینا کوله وویل چې طالبانو د تېرو شلو کلونو پرتله بدلون کړی خو د هغه په وینا، مثبت بدلون نه بلکې له تېر څخه هم ظالم شوي دي.

نوموړی زیاتوي:«یو طالب چې له څلرویشتو ساعتونو څخه یې واقعاً بدلون کړی دی؛ بدلون یې څه دی؟ لا ځورونکي او لا ظالم او نامسلمان شوي دي.»

ولسمشر غني د وضعیت د بدلون لپاره د راتلوونکو شپږو میاشتو د طرحې پر عملي کېدو یو ځل بیا ټينګار وکړ او وايي چې د هغه یوه برخه د ملي امنیت تر مدیریت لاندې د نظام د دفاع لپاره ولسي بسیج دی.
 
ښاغلی غني زیاتوي تر هغو چې په هېواد کې پوځي وضعیت بدلون ونه کړي، طالبان به د مذاکرې مېز ته حاضر نه شي:«»
 
ولسمشر په داسې حال کې چې طالبان د بهرنیو ترهګرو د حضور لپاره د زمینې په برابرولو تورنوي، وايي چې د چمتو شوي پلان له مخې به په شپږو میاشتو کې د هېواد په وضعیت کې بدلون راشي.
 
ښاغلی غني د جګړې په جبهو کې د اوسنیو ستونزو یو لامل، په منظمه توګه د امنیتي ځواکونو د معاشونو نه ورکول ګڼي. نوموړی له حکومتي چارواکو غواړي چې فساد ونه کړي او دی بهرینو همکارانو ته ونه شرموي.

نوموړی په حکومتي بنسټونو کې د ګومارنې پر چارې هم نیوکه کوي:«داسې ولایتونه شته چې یوې ولسوالۍ ټولې دولتي څوکۍ انحصار کړې دي. جمهوریت له کورنۍ او په میراثي توګه نه جوړېږي.»
 
بل خوا د حج او اوقافو وزیر وایي د هغو کسانو مخه باید ونیول شي چې په نظام کې د طالبانو په ګټه تبلیغ کوي او له ملي امنیت نه غواړي چې د دغه وزارت له مشورې پرته دغه دیني عالمان ونه نیسي.
 
د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي څرګندوي:«داسې کسان په ټولنه کې شته او حتا د دولت کارکوونکي دي چې زموږ په ادرس د کفر، الحاد، غربي او ستمي تورونه او موږ د پردیو لاس پوڅي ګڼي.»

له دې ټولو سره سره د چارو شنوونکي په دولتي ادارو کې د برېښنایي حکومتوالۍ پېلېدل یو مثبت ګام ګڼي.
 
ولسمشر غني پر طالبانو تور پورې کړ چې دوی په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو د حضور لپاره لار هواروي.

شریک یي کړئ