Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فضل احمد معنوي: طالبان د جګړې اصولو ته ژمن نه دي

د عدلیې وزیر وايي، طالبان د دولتي ځواکونو د اسیرانو په وژلو او ربړولو سره جنګي جرمونه ترسره کوي او د جګړې اصولو ته ژمن نه دي.

فضل احمد معنوي وايي، د طالب جنګیالیو له لوري ترسره شوي د بشر ضد جرمونه په ملي او نړۍواله کچه څېړل کېږي.

په همدې حال کې، خواله رسنیو کې داسې یوه ويډیو لاس په لاس کېږي، چې د طالبانو له خوا د پوځ د یوه لوړ پوړي قومندان عبدالحمید حیمدي د نیولو شېبې ښکاره کوي. د امنیتي چارواکو په وینا چې له ښاغلي حمیدي سره پنځه تنه سرتېري هم اسیران شوي چې وروسته د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

فضل احمد معنوي په دې هکله وویل:«هغه څه چې طالبان یې ترسره کوي، د بشري حقونو، د نړۍوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي، او د نړۍوالو جرمونو او بشري جرمونو له ډلې شمېرل کېږي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې تر اوسه یې څو دغه ډول پېښې ثبت کړې دي چې د طالبانو له لوري د جنګي جنایتونو د بېلګو ښودنه کوي.
 
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی محمد ایوب یوسفزی زیاتوي:«د نړۍوالو او ملي اسنادو او په اسلامي شرعیت کې د اسیرانو په ډزو سره وژل د قانون پر خلاف عمل او جرمي کړنه ده.»

طالبان د عدلیې وزیر او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د دغو څرګندونو په هکله څه نه وايي.

بل خوا په یوه بله ویډیو کې چې د طالبانو ویاند یې هم تاییدوي، لیدل کېږي چې دوه تنه د شوکمارۍ په تور په یوې صحرايي محاکمه کې په ډزو سره وژني.

ولسمشر غني وایي هغه څه چې طالبان یې په وروستیو ورځو کې ترسره کوي، د دې ښودنه کوي چې دغه ډله تر پخوا ظالمه شوې ده:«طالبانو په شدیده، په وینه څښوونکې او لا په ظالمانه توګه پر موږ یرغل کړی دی.»

د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال انجیلا راحل څرګندوي:«غواړي چې د خلکو په منځ کې وېره او وحشت رامنځته کړي چې خلک وېرېږي.»

تر دې وړاندې هم هغه ویډیوګانې خپرې شوې دي چې په فاریاب کې د افغان ځواکونو ۲۳ تنه ځانګړي سرتېري او دغه راز په کندهار کې یو ټوکمار نظر محمد خاشه د طالبانو له لوري له نیول کېدو وروسته وژل کېږي.
 
د بشري حقونو بنسټونه د طالبانو دغه راز چلن صحرايي محکمه بولي. 

شریک یي کړئ