Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'د افغانستان نیولو لپاره طالبانو هڅې، به له ولسي پاڅون سره مخ شي'

مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي که چېرې طالبان د افغانستان د واک د ترلاسه کولو په هڅه کې وي، له ولسي پاڅون سره به مخ شي او هغه په خپله به هم د طالبانو په وړاندې یو له پاڅون والو وي.

کرزی د «روسیې ټوډې» له شبکې سره په مرکه کې د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر ستونزمن ګڼي؛ خو ټينګار کوی چې د افغانستان لپاره تر ټولو بده سناریو نه بلکې تر ټولو غوره سناریو ویني.

نوموړی په دې برخه کې دننه په هېواد کې هڅو ته نغوته کوي او په دې برخه کې د سیمې هېوادونو ونډه جوړونکې ګڼي:«زه د افغانستان لپاره تر ټولو خرابه سناریو نه لرم! زه د افغانستان لپاره تر ټولو غوره سناریو لرم او زه د هغه په لور ځينې لېوالتیا وینم. بلکې موږ په یوې ډېرې ستونزمنې شېبې او ټکي کې حضور لرو. په دغه هېواد کې ډېر تاوتریخوالی او ستره لوږه شتون لري؛ خو زیا همدارنګه وینم چې افغانان د نوي واقعیت په لور د ويښېدو په حال کې دي او هغوی چې غواړي په افغانستان کې پاتې شي، دا هېواد به ښه کړي.»

په دغې مرکه کې حامد کرزي د هېواد د ځينو برخو د نیولو لپاره د طالبانو د وروستیو هڅو په هکله ټينګار کوي چې دغه ډله باید پر سیاسي هڅو تمرکز زیات کړي.

ښاغلی کرزی زیاتوي:«د افغانستان خلک هغوی (طالبانو) ته یو فرصت ورکوي چې موږ سوله ووینوو. د افغانستان خلک سوله غواړي او دا په ګډه د ژوند کولو په معنا ده چې هېواد پر مختګ وکړي. که چېرې طالبان دې ته اجازه ورنه کړي او همدارنګه پر افغانستان د ولکې په هڅه کې وي، هغه ډول چې فکر کوي - وي، له شک پرته چې دا به د هغوی په وړاندې د خلکو د پاڅون لامل شي او زه به هم یو له هغو خللکو وم.»

په داسې حال کې چې د افغانستان په ځينو برخو کې تاوتریخوالي همدارنګه دوام لري او په دغو برخو کې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو دغو هڅو ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس څرګنده کړه:«ښه، یوه خوا شتون لري چې په ډېریو موردونو کې د تاوتریخوالي او وحشیانه کړنو مسوول دی، چې د افغانستان د خلکو په وړاندې شوي دي او هغه طالبان دي؛ البته ټولې ترهګرې ډلې لکه داعش هم فعال دي؛ خو موږ لیدلي دي چې د طالبانو بریدونه د زیاتوالي په حال کې دي.»

نوموړي زیاته کړه:«هغوی د انسانانو ژوند، د خلکو حقونو، له هغې ډلې د افغانستان د خلکو اساسي حقونو ته، چندانې پاملرنه نه لري؛ هغوی هدفي وژنې، ودانیۍ، پلونه، حیاتي زېربناوې ویجاړوي او د افغانستان د خلکو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک هر ډول کړنه ترسره کوي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د هېواد په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی له سره پېل شو. په داسې حال کې چې تمه کېده د افغانانو ترمنځ د سولې مذاکرات به مطلوبې پایلې ته ورسېږي؛ خو د دې پرخلاف د هېواد په ډېریو ولسوالیو کې جګړې زور واخیست.
 
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د هېواد په بېلابېلو برخو کې تاوتریخوالی له سره پېل شو.

شریک یي کړئ