Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د دفاع په برخه کې د سیاسي مشرانو پر نه حضور نیوکې

په داسې حال کې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړې د اور لمبې زیاتې شوې دي، خلک پر نفوذ لرونکو سیاسي او جهادي څېرو او هغو کسانو باندې چې د قومي داعیې چغې وهلې نیوکه کوي، او وايي چېر ته دي او ولې په خپلو ولایتونو کې حضور نه لري؟

له دې منځه له پخوانیو جهادي څېرو څخه یوازې محمد اسماعیل خان په هرات کې د ولسي پاڅونوالو رهبري په غاړه لري او د هرات اوسېدونکي وايي، هغه د هرات د سقوط مخه نیولې ده.

ځينې خلک او وکیلان وايي، نورو سیاستوالو یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره د نظام د دفاع خبرې کړي دي؛ خو اوس یا له هېواده بهر او یا هم په خپلو کورنو کې دي او د اوسني وضعيت پر وړاندې یې چوپتیا غوره کړې ده.

د ولسي جرګې غړی خالد اسد وايي:«دوی تل د خپلو ګټو په خاطر کار کوي نه یې شتمنۍ په دغه هېواد کې دي او نه یې هم کورنۍ.»
د ولسي جرګې بل غړي ابدال الله محمدي هم وویل:«حکومت باید تګلارې جوړې کړي چې سیاستوال د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له هېواده دفاع وکړي.»

سره له دې چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې پر هرات ښار پراخ بریدونه پېل کړي دي، خو د محمد اسماعیل خان په مشرۍ ولسي پاڅونوالو له دولتي ځواکونو سره مرسته کړې ده چې په دغه ښار کې د طالبانو د پرمختګ مخه ونیول شي.

نوموړی لومړنی جهادي قومندان دی چې د هرات د خلکو ترڅنګ د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي:«اوس چمتووالی شتون لري او حکومت هم دې مسلې ته جدي متوجه شوی دی. زه یقین لرم چې وضعیت ښه کېږي او دښمن ماتې خوري.»

خلک وایي چې د هلمند، کندهار، بدخشان، غزني او فاریاب ولایتونه هم د طالبانو له پراخو بریدونو سره مخ دي، خو څرګنده نه ده چې یو شمېر سیاستوال او مخورې جهادي څېرې لکه صلاح الدین رباني، محمد محقق، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم، حامد کرزی او عطامحمد نور د طالبانو پر وړاندې د درېدو لپاره څه کوي؟

د کابل اوسېدونکی لعل محمد هم څرګندوي:«دوی د څوکۍ په پار جنګېږي. د خلکو په فکر کې نه دي. خلک یې در په دره کړل.»

دغه سیاستوال په دې تړاو څه نه وایي خو تر دې وړاندې یې له نظامه د دفاع او سولې ته یې د طالبانو د نه حاضرېدو په صورت کې د دې ډلې پر وړاندې د درېدو خبره کړې ده.
 
بل خوا په داسې وضعیت کې چې طالبانو د کندهار ځينې سیمې په تېره بیا سپين بولدک ولسوالۍ نیولې ده، تادین خان چې له جنرال رازق وروسته په کندهار کې متنفذ قومندان ګڼل کېږي، اوس په کابل کې اوسېږي.

مارشال عبدالرشید دوستم ته نژدې سرچینې وایي چې هغه اوس په ازبیکستان کې دی او ټاکل شوې ده، په راروانه اوونۍ کې کابل ته راشي او له ولسمشر غني سره شمال ته ولاړ شي.

شریک یي کړئ