Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سبا د ۱۱ ولایتونو پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیلېږي

د لوړو زده‌کړو وزارت چارواکو پرون (پنج‌شنبه د زمري په ۱۴ مه) ویلي، چې د کورونا له کبله په ۱۱ ولایتونو کې پوهنتونونو کې، د حضوري درسونو ځنډول شوی بهیر سبا (شنبه د زمري په ۱۶ مه) بېرته پیلېږي.

د لوړو زده کړو وزارت وایي چې سبا به د کابل، کندوز، نیمروز، دایکندي، بلخ، بادغېس، کندهار، نورستان، سمنګان، پنجشېر او جوزجان په پوهنتونونو کې په حضوري توګه درسونه پیل شي.

خو لوړو زده‌کړو وزارت په هغو ښارونو کې چې دمګړۍ جګړه روانه ده د پوهنتونونو د بیا پرانېستې په تړاو لا تر اوسه څه پرېکړه نه ده کړې.

له دې سره سم، یو شمېر محصلانې چې، د ننګرهار او خوست په پوهنتونونو کې درس وايي پرون د ولسمشرۍ ماڼۍ راټولې شوې وې او د کابل پوهنتون ته د راتبدیلۍ غوښتنه یې کوله.

دوی له ولسمشر نه غواړي چې د ننګرهار او خوست له پوهنتونونو یې کابل ته د تبدېلۍ غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

خوست کې د طب پوهنځې محصلې محبوبې شېرزدا ویلي:"موږ نجونې یوو. موږ ته ډېره سخته ده، چې تر خوسته لاړې شوو. ټوله لاره کې د طالبانو ګواښ دی. نو موږ مجبورېږو چې تحصیل ته دوام ور نه کړو."

مدینه هم د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د طب پوهنځي محصله ده، هغې ویلي:" موږ د هېواد له ولسمشر اشرف غني نه غواړو، چې زموږ لایحه بدله کړي، چې موږ وکړای شو، خپل ولایت کې درسونو ته دوام ورکړو."

فرشته  شېرزداد په ننګرهار کې د طب پوهنځي د دویم کال محصله ده.

هغه له دوو کلونو راهیسې د ننګرهار پوهنتون د نجونو په لیلیه کې اوسي، خو اوس په هېواد کې د جګړو په زیاتېدو سره د پوهنتون په لیلیه کې ژوند کول ناممکن بولي.

د ننګرهار طب پوهنځي محصلې فرشتې شېرزاد ویلي:" موږ له دولت غوښتنه لرو، چې موږ دې د دې امنیتي وضعیت قرباني کوي نه او موږ سره دې د تبدیلۍ موضوع کې مرسته وکړي."

دې شکایتونو ته ځواب کې د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي ویلي:"په هغه صورت کې چې دوی معیاري نمرې نه وي پوره کړي، دوی دې یو ځل وزارت ته راشي، خو که د امنیت په څېر ستونزې لري، چې تاسې یې یادونه وکړه، موږ یې ستونزه اورو او د مشرتابه شورا ته یې استوو."

د لوړو زده‌کړو وزارت ترهغې وروسته پرېکړه وکړه چې د هېواد د ۱۱ ولایتونو په پوهنتونونو کې حضوري درسونه پېل شي، چې د عامې روغتیا وزارت په دغو ولایتونو کې د کورونا د مثبتو پېښو د کمېدو خبره وکړه.

د لوړو زده‌کړو وزارت د چارواکو په وینا د نورو ولایتونو په پوهنتونونو کې به حضوري درسونه هغه مهال پېل شي، چې ټول محصلان د کورونا واکسین ولګوي او د کورونا وایرس کچه هم پکې تر ۳۵ سلنې ټيټه شي.

.د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې په ۱۱ ولایتونو کې د کورونا د مثبتو پېښو په کمېدو سره یې پرېکړه کړې چې، د پوهنتونونو محصلانو ته حضوري درسونه پیل شي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه