محمد اسماعیل خان وایي، چې د هرات ځینې عالمان هرات کې د جګړې ختمېدو او سولې ټینګېدو هڅې نه کوي، بلکې هرات ښار ته د طالبانو رسېدو په هڅه دي.
هرات کې د ولسي مقاومت مشر محمد اسماعیل خان ویلي: "کوم ملا امامان چې راته راغلي وو، اکثره یې د طالبانو ملاتړي وو. نه یې موږ خبره ومنله او نه هم والي صاحب. د مولوي صاحبانو خبره د خلکو د مصلحت لپاره نه وه. "
په همدې حال کې یو شمېر هراتیان چې، د طالبانو خلاف یې وسله راخیستې وايي، هرات ښار ته د طالبانو په رارسېدو سره د دوی د جومات ملاامام له طالبانو سره یو ځای شو او بېرته له دوی سره جنګېد.
د سیمې د خلکو په وینا، د جومات ملاامام د ولسي مقاومت ځواکونو وژلی دی.
د هرات یوه اوسېدونکي شهریار نظامي ویلي: "د مجاهدینو له نوم نه استفاده کوي، د مجاهدینو خلاف وسله رااخلي. د هرات خلکو پسې یې وسلې رااخېستي. "
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات ښار او د ښار په سویلي برخو کې د جګړې شدت راکم شوی دی.
د ولسي مقاومت یو غړي محمد ویلي: "موږ خو شاته نه ځو. جګړه کوو. نه تسلیمېږو او نه هم تښتو. "
د ولسي مقاومت بل غړي الیاس ویلي: "اوس وضعیت ښه دی. تر څو چې یو څاڅکی وینه زموږ وجود کې وې، له خپلو خلکو او وطن دفاع کوو. "
که څه هم د تېرو څو ورځو پرتله هرات کې جګړه راکمه شوې، خو د هرات ښار شاوخوا د جګړې د لومړۍ کرښې ځای کوم تغییر نهدی کړی.
د بېلګې په توګه: د هرات ښار اوومې ناحیې کې افغان ځواکونه کوم پرمختګ نهلري او د دواړو غاړو ترمنځ ځای ځای نښتې روان دي.
په دې اړه مو اندونه