Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د درې شپو وړاندې موټربم برید ویجاړۍ

د کابل په شېرپور کې د کابل ګروپ په نامه د یوه ودانیز او لوجستیکي شرکت ودانۍ ده، چې د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر د کور تر څنګ موقعیت لري او د درې شپې وړاندې په موټر بم برید کې ویجاړه شوې.

په دغې پېښه کې د کابل ګروپ شرکت ټوله شتمني له خاورو سره خاورې شوې ده.

د کابل ګروپ ودانیز شرکت مشر ادریس سروش ویلي: " د دفتر ټول اسناد او وسایل چې مو لرل له منځه تللي دي. "

د محمد مقبول په نامه یو کس له څلورو کلونو راهیسې په دې شرکت کې د ساتونکي په توګه کار کوي. هغه ویلي، د دغه شرکت د ټولو سامانونو په له‌منځه تلو سره بې‌دندې هم شو.

محم مقبول ویلي: "هر څه یې وسوځېدل. کمپیوټر او اسناد هر څه وسوځېدل او کېدای شي بې‌کاره شم، ځکه چې هر څه خراب شوی. "

د شرکت د یوه شریک خپل الیاس ویلي: "سوداګر زړه‌توري کېږي او دا تمه نه لري، چې نوره پانګونه وکړي."

د دغه شرکت کارکوونکي وايي، د دوی د شلو کلونو پانګونه په څو ثانیو کې له خاورو سره خاورې شوې ده.

د کابل ګروپ شرکت یوه کارکوونکي محمد عیسی ویلي" په ریښتیا چې دغسې حالت انسان خواشینی کوي، ځکه چې موږ امنیت نه‌لرو دا د دولت مسوولیت دی، موږ دولت ته مالیه ورکوو. "

په شېرپور کې لسګونه کورونه او نورې هټۍ هم زیانمنې شوې دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، په کابل کې په هر ډول پېښه کې تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو ته رسېږي.

د کابل ګروپ شرکت مرستیال حارث سروش ویلي: "د کابل داسې امنه سیمه چې چاودنه او ځانمرګی کېږي، نور به نو خلکو ته څه هیله پاتې شي. "

درې شپې وړاندې یوه ډله وسله‌والو بریدګرو د ملي دفاع وزارت د نوماند وزیر کور ته څېرمه یو موټر بم برید او نښته وکړه.

په هغه پېښه کې د چارواکو په وینا ۸ کسان وژل شوي وو او شاوخوا ۲۰ نور ټپیان دي.

د کابل په شېر پور سیمه کې د درې شپې وړاندې موټر بم او وسله‌وال برید کې کورونو او شرکتونو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

شریک یي کړئ