Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې چاودنې؛ د هوايي ځواک یو پیلوټ ووژل شو او ۸ تنه ټپيان شول

په کابل کې په دوو جلاجلا چاودنو کې د هوايي ځواکونو یو پیلوټ وژل شوی او ۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه دوه چاودنې د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند احمد شاه بابا مېنه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې پورې اړوند پر یوه هایلکس موټر او په چهار اسیاب ولسوالۍ کې پر یوه شخصي کرولا موټر شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال احمد ضیا ضیا وايي:«زیانمنوونکې سیمې په نښه شوې دي. د وضعیت د کنټرول او د مقناطیسي ماینونو او هدفي وژنو د مخنیوي لپاره زموږ هڅې دوام لري.»

په وروستیو ورځو کې په کابل کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي، تېره ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال هم په کابل کې ترور شو. د دغې پېښې مسوولیت طالبانو ومنه.

د مینه پال مړۍ نن په ملي شورا کې خاورې ته وسپارل شو.

د ولسي جرګې غړی میرزا محمد کټوازی وايي:«هېڅکله له دغې وژنې سره چې دوی لاس پرې پورې کوي، نه شي کولای چې د خلکو غږ چوپ کړي، او ځان ته دوزخ جوړوي. په مېلیونونو مینه پال دي چې د دغه لارې ته دوام ورکړي.»                      
د دواخان مینه پال ورور اسد مینه پال هم څرګنده کړه:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د شهید مینه پال د ترور عاملان په ګوته او له هغوی سره قانوني چلن وکړي.»

دوا خان مینه پال څلوېښت کلن و او په زابل کې زېږیدلی و.

ښاغلي مینه پال خپلې لومړنۍ زده کړې په زابل او کندهار کې او لوړې زده کړې د قضا او څارنوالۍ په څانګه کې په کابل پوهنتون کې پای ته ورسولې.

مینه پال شاعر او خبریال و او د کندهار د اطلاعاتو او کلتور د رییس، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتون د رییس، د ولسمشر د ویاند د مرستیال او د رسنیو د مرکز د رییس په توګه کار کړی و.

مینه پال واده کړی و او څلور اولادونه ترې پاتې دي.
        
د عامه او سټراټېژیکواړیکو په چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي:«هغه غږ چې مینه پال د فتنې، یرغل او ظلم پر خلاف پورته کړی و، موږ یې ژندی ساتو.»
   
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس نجیب شریفي هم وویل:«دوی مینه پال شهید کړ. کاکه ځوان او د وطن عیار یې شهید کړ، خو په دغه وطن کې ډېر مینه پالان شته.»

د پلازمېنې اوسېدونکي په کابل کې پر امنیتي پېښو د اندېښنې په څرګندولو سره له امنیتي ادارو غواړي چې د خلکو د امنیت ساتلو لپاره جدي تدابیر ونیسي.

شریک یي کړئ