Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز او جوزجان کې د عملیاتو ترسراوي کې د حکومت پر بې غورۍ نیوکې

د کندوز او جوزجان ولایتونو استازي د طالبانو لاس ته د دغو دوو ستراټېژیکو ولایتونو د لوېدو اصلي لامل په دغو ولایتونو کې د عملیاتو په ترسراوي کې د حکومت بې غوري ګڼي.

د جوزجان ولایت پرون او د کندوز ښار ځينې برخې نن د طالبانو لاس ته ولوېدې.

د کندوز ولایت اوسېدونکی جواد رفعت وايي:«زموږ خلک بې سرپناه دي. ځينې یې کابل ته راغلي دي، ځای نه لري. ځينې یې تر جګړې لاندې پاتې دي او ځينې یې هم وژل شوي دي.»

په ولسي جرګه کې د دغو دوو  ولایتونو استازي وايي چې کندوز او جوزجان په شمال کې ډېر مهم او سرټراټېژیکو ولایتونه دي او که چېرې حکومت د جوزجان د مرکز شبرغان او د کندوز ښار د بېرته نیولو لپاره ژر تر ژره لاس په کار نه شي، په شمال کې به ډېر ښارونه له ولکې څخه یې بهرشي.

د کندوز د ولايتي شورا رییس امرالدین ولي څرګندوي:«کندوز ته یې کوچنی افغانستان ویل په دې معنا چې د افغانستان ټول پتمن خلک په کندوز کې ژوند کاوه. دوی ځواک یوازې د یوې ډلې او د یوې ټیم لپاره جوړ کړی و.»

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند هم وايي:«د کندوز وضعیت پر تخار او بغلان اغېزه کوي د سټراټېژیک موقعیت له پلوه ډېر مهم دی، خو ترکومه ځایه چې زه معلومات لرم په بشپړه توګه چې ویل کېږي سقوط نه دی کړی بلکې ځواکونو خپل ځای بدل کړی دی.»

له دې سره هم مهاله په کابل کې د کندوز په ګډون د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکو د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته اعتراض وکړ او په کندوز ولایت کې دولتي ځواکونو ته د لازمو مرستو پر نه رسېدو نیوکه وکړه.

د هېواد په شمال کې کندوز، د تخار، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو ترمنځ سټراټېژیک ولایت ګڼل کېږي.

د دغه ولایت استازي وایي چې له ۱۳۹۴ کال راهیسې دا پنځم ځل دی چې دغه ولایت د طالبانو لاسته لوېږي.

د کندوز استازي د کندوز د وضعیت په برخه کې د حکومت د مشرانو بې غوري د کندوز د سقوط او د دغه ولایت د اوسېدونکو د بې ځایه کېدو لامل ګڼي.

په جوزجان کې قومي مشر بحرالدین جوزجاني وايي:«هلته ځينې نزاکتونه موجود وو. هغو کسانو چې له مارشال دوستم سره ځينې سیالۍ لرلې او په یو ډول حکومت جنبش یې نه غوښت او له طالبانو سره یې لاس یو کړ. له هغې پرته طالب دومره ځواک نه درلود چې شبرغان ته سقوط ورکړي.»

د جوزجان استازي وایي چې په جوزجان ولایت کې د طالبانو حضو، د بلخ، سرپل او فاریاب ولایتونه د سقوط له خطر سره مخ کړي دي.

په داسې حال کې چې پر ښارونو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي، د یوه نوې امنیتي پلان خبره کېږي، داسې چې ولسمشر غني له یو شمېر سیاستوالو سره په کتنه کې د دغه پلان په تړاو خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې د کندوز ټولې ولسوالۍ او د جوزجان لس ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې وې.

شریک یي کړئ