Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي مشرانو سره د ولسمشر لیدنه؛ د ولسي پاڅونونو تجهیز دې چټک شي

ولسمشرۍ مانۍ نن دوشنبې (د زمري په ۱۸مه) وايي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې له یو شمېر سیاسي، جهادي مشرانو او د ملي شورا له رییسانو سره په ارګ کې د هېواد د وضعیت په هکله بحث او خبرې اترې کړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاتوي چې په دغې لیدنه کې، د جمهوریت د پایښت او دوام او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ، د طالبانو د یرغل په وړاندې د ولسي پا‎څونونو د انسجام، پیاوړتیا او په چټکه توګه د تجهیز او سمبالتیا په هکله پرېکړې وکړه.

د طالبانو په وړاندې د ولسي پاڅون والو پر کړنو او همدارنګه د حکومت له خوا د دغو ځواکونو پر نه تجهیز له نیوکې سره هم مهاله، د مخکیني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ټينګار کوي چې په هېواد په ځانګړې توګه ولسي ځواکونه پياوړي کړل شي .
 
رنګین دادفر سپنتا د هرات د وضعیت په اړه په یوې جوړه شوې غونډه کې زیاته کړه چې، د هېواد په ځینو محدودو سیمو کې د لنډ مهالي اوربند په اړه ناسمه پالیسي به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي.
         
د هېواد د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي:«که چېرې ټاکل شوې وي چې لوی کندهار او پکتیا په جلا توګه اوربند وشي. په دغه صورت کې هم د ملي یووالي روحیه زیان ویني. او همدارنګه د غلط سیاست په دلیل د دوی لاس پراختیا پیدا کوي او ټول پر ولایتونو یرغل کوي.»  

د دغې غونډې ځينې نور ګډونوال ټيګار کوي چې باید له ولسي پاڅونوالو په ځانګړې توګه د محمد اسماعیل خان په مشرۍ د ولسي مقاومت له جبهې ملاتړ وشي. 
     
د ولسي جرګې پخوانی غړی صالح محمد سلجوقي هم وویل:«که چېرې دا ډول بې تفاوتي دوام پیدا کړي او موږ هره شېبه د مقاومت جبهه تحریک نه کړو، انګېزه ورنه کړو او خلکو ته پیغام ونه لېږو، سل په سلو کې به وضعیت لا پسې خراب شي.»

د هرات ښار څه باندې لس ورځې کېږي چې د طالبانو د بریدونو شاهد دی. خو نن رپوټ ورکړل شو چې دولتي او د ولسي پاڅون ځواکونو، د هرات ښار له ټولو برخو طالبان شړلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر له سیاسي مشرانو سره په لیدنه کې د ولسي پاڅونونو د انسجام، پیاوړتیا او چټک تجهیز په هکله پرېکړه وکړه.

شریک یي کړئ