Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د نیول شویو خبریالانو کورنۍ د هغوی خوشې کېدو غواړي

په کندهار کې د نیول شویو خبریالانو کورنۍ او خبریالان پر حکومت غږ وکړ چې نیول شوي خبریالان دي ژر تر ژره خوشي کړي.

دوی نن د یوه خبري ناستي پر مهال زیاته کړه چې د نیول شویو خبریالانو په اړه لا هم لازم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

بسم الله وطن دوست، قدرت الله سلطاني، مجیب عبیدي او ثنا الله صیام ۱۵ ورځي وړاندي سپين بولدک ته د ډله ییزو وژنو د ادعاو د پلټونو لپاره تللي و چې کندهار ښار ته د بېرته راستنېدو پر مهال د ملي امنیت ادارې له لوري ونیول شول.

خو ملي امنیت هغوی تورن کړل چې د طالبانو په ګټه یې تبلیغ کاوه.

د بسم الله وطن دوست ورور محمد اسماعیل وايي:«موږ ډېر په اندېښنه کې یوو. ټوله کورنۍ، خپلوان، مور او پلار، وروڼه، نه د هغوی له مرګه خبر یوو او نه هم د هغوی له ژونده! هر چا ته چې زنګ وهو وايي موږ خبر نه یوو.»

د ثناالله صیام له خپلوانو نور احمد الهام هم وویل:«باید هغوی په هکله موږ ته معلومات راکړي چې چېرته دي او څنګه دي؛ ځکه چې له ۱۵ ورځو راهسیې موږ د هغوی په هکله معلومات نه لرو.»

په کندهار کې  ځايي خبریالان د امنیتي ادارې له لوري د خبریالانو نیول د رسنیو د چوپ کېدو په معنا ګڼي او له حکومت او د خبریالانو له بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې عدالت پلی کړي.

ځايي خبریال نذیر احمد دقیق وویل:«په داسې حال کې چې زموږ له خبریالانو سره مرسته وشي، لاس یې ونیول شي، دلته برعکس، خبریالان له دې پرته چې کومه ستونزه یې رامنځته کړې وي، په خپل کار کې له کومې کمۍ پرته، نیول کېږي او د هغوی د برخلیک په هکله معلومات هم نه وي.»

په کندهار کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه هم د خبریالانو دغه ډول نیونه غیر قانوني بولي او زیاتوي چې دوی له امنیتي ادارو سره په خبرو کې دي چې ژر به نیول شوي خبریالان راخوشي کړي.

په سوېل کې د خبریالانو د ملاتړ اداري مسوول سمیع غیرتمل څرګندوي:«ملي امنیت دا کار د رسنیو له قانون سره په ټکر کې کړی دی. هیله لرو د دغو خبریالانو لپاره عدالت غوښتنه وشي او ژر تر ژره چې شونې وي دغه خبریالان ازاد شي.»
 
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د بیان آزادۍ او د رسنیو د قانوني فعالیت ته ژمنتیا لري خو هېڅ رسنۍ ته د هېواد له نافذه قوانینو د سرغړونې حق نه ورکوي او زیاتوي چې د نیول شویو خبریالانو قضیه به د عدلي او قضايي ادارو له لوري وڅېړل شي.

ملي امنیت ادارې دوه اونۍ وړاندي په کندهار کې څلور ځايي خبریالان چې سپین بولدک ولسوالۍ ته د ډلییزو وژنو د ادعاو څیړلو لپاره تللي وو ، وسلوالو طالبانو ته د تبلیغاتو په تور ونیول.

شریک یي کړئ