Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'سیاستوالو او غني د ولسي لښکرو د ګډ مرکز پر جوړېدو هوکړه وکړه'

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې په ارګ کې له ځينو سیاستوالو سره د ولسمشر په لیدنه کې د ولسي لښکرو د ګډ مرکز پر جوړېدو هوکړه وشوه.
 
د ارګ په نننۍ غونډه کې غني د عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق،کریم خلیلي، یونس قانوني،منصور نادري، د ولسي د جرګې رییس رحمان رحماني او د مشرانو جرګې د رییس فضل الهادي مسلم یار په ګډون له یو شمېر سیاتوالو سره د اوسني وضعیت په هکله خبرې وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال محمد امیري وايي:«د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي لښکرو د انسجام او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو لپاره پر بیړنیو اقداماتو بحث او پرېکړه وکړه.»

د سرچینو په خبره، په دغه مرکز کې ډېری مطرحه سیاسي او ولسي مشرانو ښکېل دي او هغوی په څرګندو حوزو کې د طالبانو په وړاندې د خلکو د بسیج کولو لپاره به کار وکړي.

د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو هم وویل:«نن د سیاسي مشرانو وړاندیز همدا وو چې ستر پوځي مسوولیت مارشال دوستم ته ورکړل شي.»

دغه تصمیم له هغې درې ورځې وروسته ونیول شو چې د ملي روغې جوړې عالي شورا او ځينو سیاستوالو هم په سپیدار ماڼۍ کې د طالبانو په وړاندې د ولسي پاڅونونو د ګډ مرکز پر جوړېدو بحث کړی وو.
   
پخوانی نظامي مهراب الدین صافی وايي:«په جګړه کې د یوې دقیقې فرصت هم ډېر مهم دی. په جګړه کې چې کله پروګرامونه جوړېږي باید ژر تر ژره عملي شيږ په دې برخه کې صبر زموږ په زیان دی.»
 
د ولسي جرګې غړی حمید الدین یولداش هم څرګندوي:«تر هغې چې موږ د دغه مرکز کړنې عملاً ونه وینوو په خبرو اعتماد نه شو کولای.»

بل خوا طلوع نیوز ته سرچینې وایي چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په یوې درې ورځنۍ غونډه کې د ګدون لپاره نن شپه دوحې ته ځي. تمه کېږي چې په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو، اروپایي ټولنې او امریکا استازي د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې.

خو څرګنده نه ده چې ښاغلی عبدالله به د طالبانو له استازو سره هم وګوري او کنه؟

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې د پنځو ولایتونو مرکزونه ونیول او د هېواد په نورو برخو کې هم پراخه بریدونه پيل کړي دي.

شریک یي کړئ