Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ دهدادي ولسوالۍ کې د سختې جګړې دوام

د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې درنې جګړې دوام شاهده ده. د بلخ امنیه قومندان وايي چې د جګړې خطره د توخته کلي او همدارنګه د دهدادي ولسوالۍ د کوډ و برق استوګنیزې سیمې ته متوجه ده.

غلام داوود تره خېل زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د دې په هڅه کې دي چې مزارشریف ته د طالبانو د نږدې کېدو مخه ونیسي:«دښمن دلته د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوی، یوازینۍ ستونزه یې چې موږ ته رامنځته کړې دا ده، موږ نه شو کولای چې پر مُلکي کورونو عملیات وکړو ځکه دوی ټول دلته موجود دي.»

د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه تېره شپه پېل شوه. لس ساعته کېږي چې دغه ځواکونه د توخته، حسین خېلو او پل امام بکري په کلیو کې له طالبانو سره جنګېږي.
   
د چمتال ولسوالي د عملیاتي ټولي قومندان وايي:«طالب هېڅ کار نه شي کولای، ګومانډو او ضربتي قطعې ټول په خپلو ځایونو کې منظم دي. تراوسه د اندېښنې وړ څه نشته.»

د دهدادي ولوسوالۍ په چهار سرکه سیمه کې ټولې هټۍ تړلې دي. د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

د بلخ د دهدادي ولسوالۍ د توخته کلي اوسېدونکی احمد څرګندوي:«وضعیت د شپې هم خراب و، سهار هم خراب و، خو اوس ښه دی نو. جګړه لږه کمه شوې ده.»

په دې لړ کې تېره شپه د مزارشریف ځينو اوسېدونکو د الله اکبر په نارو سره له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د مزارشریف اوسېدونکی علي سجاد وايي:«موږ د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو له لرلو سره، زموږ د دغه اندېښنه کمه شوې، لکه څرنګه چې تاسې ولیدل چې د امنیت د تامین په برخه کې زموږ د امنیتي ځواکونه ژمن دي.»

دهدادي ولسوالۍ د بلخ له مهمو او سټراټېژيکو ولسوالیو ده. دغه ولسوالۍ نه یوازې د مزار شریف په خوله کې موقعیت لري بلکې د هېواد په شمال کې د پوځ لوی مرکز یعنې شاهین قول اردو هم په همدې ولسوالۍ کې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه