Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سره صلیب په ۱۰ ورځو کې د ۴۰۰۰ ټپیانو درملنه کړې

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې نن (چهارشنبه د زمري په ۱۹ مه) یوه بیان کې ویلي، چې د روانې اګېست میاشتې راهیسې یې، په ۱۵ روغتیايي مرکزونو کې د څلور زره او ۴۲ ژوبلو کسانو درملنه کړې، چې دا په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړ ګراف ښيي.

د سره صلیب نړۍوالې کمیټې په وینا، په کندوز، لښکرګاه، کندهار او ځینو نورو ښارونو کې سلګونه زره ملکي خلک په خطر کې دي.

د سره صلیب کمیټې د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی، چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي او پر روغتونونو له بریدونو دې ډډه وکړي.

افغانستان کې د سره صلیب مشر یلوي فېلیون ویلي:"موږ وینو چې کورونه ویجاړ شوي. روغتیایي کارکوونکي او ناروغان په خطر کې دي. روغتونونه ویجاړ شوي، برېښنا او اوبه نه‌شته. "

په تېرو څو ورځو کې په کندوز او لښکرګاه ښارونو کې جګړه هرې کوڅې ته رسیدلې، چې له کبله سلګونه خلک ژوبل شوي او روغتیایي خدمتونو ته یې لاسرسی ختم شوی دی.

د سره صلیب نړۍوالې کميټې ویلي، په ځینو هغو ښارونو کې چې جګړه ده برېښنا پرې ده او د اوبو سیسټم هم ګډوډ دی.

د سره صلیب په بیان کې راغلي: "ګڼې کورنې خپلې مېنې پرېږدي، خو د تېښتې لارې نه‌شي موندلی. "

د سره صلیب نړۍواله کمیټه او همکاره یې سره میاشت وایي، د دوی چې څه په وس کې وي، د مړو او ټپیانو د لېږد لپاره یې کوي.

افغانستان کې مخ په زیاتېدونکې جګړه کې سلګونه زره ملکي کسان په خطر کې دي، چې له منځه یې ځینې له خپلو مېنو هم بې ځایه شوې دي.

شریک یي کړئ