Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد شمال کې جګړه؛ ولسمشر غني هم مزارشریف ته رسیدلی

د بلخ پر مرکز مزارشریف د طالبانو د بریدونو زور اخېستو سره، نن سهار (چهارشنبه د زمري ۲۰ مه) ولسمشر غني مزارشریف ته تللی.

په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد محقق او پخوانی جهادي قوماندان جمعه‌خان همدرد هم له ولسمشر غني سره مزارشریف ته تللي.

مارشال عبدالرشید دوستم هم بېګاه مزارشریف ته رسیدلی.

سرچینې وایي، چې ولسمشر غني به د بلخ ولایت په مقام کې له عبدالرشید دوستم، عطاء محمد نور او امنیتي چارواکو سره، د شمال پر امنیتي وضعیت یوه غونډه هم وکړې.

د سرچینو په وینا، دې غونډه کې به د امنیتي ځواکونو او ولسي لښکرو ترمنځ پر همغږۍ او د طالبانو کنټرول لاندې کړو سیمو د بېرته راګرځولو د عملیاتو په هکله پرېکړې وشي.

په وروستیو څو ورځو کې طالبانو د هېواد شمال کې د جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو مرکزونه لاندې کړي دي.

بل خوا د بغلان مرکز پلخمري او د بدخشان مرکز فیض‌اباد کې سختې نښتې روانې دي.

له دې ټولو سره سرچینې وایي، چې امنیتي ځواکونو وکړای شوای، چې طالبان د فراه د ولایت مقام ودانۍ او ځینې نورو سیمو څخه وباسي.

شریک یي کړئ