Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دوحه کې پر افغان سوله څو اړخیزې غونډې

د قطر په پلازمېنه دوحه کې پرون (سه‌شنبه د زمري په ۱۹ مه) پر افغان سوله څو اړخیزه غونډه وشوه او ګډونوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دې سولې لپاره سیاسي حل ولټول شي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، دې غونډه کې د چین، امریکا، برېټانیا، پاکستان، ازبکستان، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو ګډون کړی وو.

رپوټ کې راغلي، چې ټولو استازو توافق کړی، چې افغانستان کې د شخړې حل په مذاکراتو کې دی او باید د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.

رویټرز خپل رپوټ کې دا هم ویلي، چې دې غونډه کې پر اساسي مسایلو د توافق خبره شوې، داسې چې پر اوربند او ټول ګډونه حکومت سلا وشي.

افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي  یوشیایو یونګ چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو، د چین له سي سي ټي وي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د چین حکومت د افغان سولې بهیر کې ګټور رول لوبوي.

ښاغلي یونګ ویلي: "موږ افغانستان کې فعال کار کوو او چین چمتو دی، چې د افغان سولې برخه کې رول ولوبوي. زما په نظر لا هم ستونزې شته. چین به بیا بیا خپلې هڅې وکړي. "

د رویټرز رپوټ کې راغلي، چې نن به د چین، امریکا، روسیې او پاکستان استازي په دوحه کې سره وګوري او د افغانستان په هکله به خپل ګډ نظرونه او اندېښنې سره شریکې کړي.

دوحه کې پر افغان سوله څو اړخیزې غونډې

په یوه غونده کې د چین، امریکا، برېټانیا، پاکستان، ازبکستان، ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازو ګډون کړی وو.

شریک یي کړئ