Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي وایي هرات او بادغېس کې د طالبانو بریدونه دفعه شول

د هرات او بادغېس سیمه‌ییزو چارواکو نن (پنجشنبه د زمري په ۲۱ مه) ویلي، چې د دغو دواړو ولایتونو پر ښارونو د طالبانو بېګاني بریدونه دفعه شوي دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، چې طالبانو بېګاه له څلورو لوریو پر هرات ښار برید وکړ، خو امنیتي او ولسي ځواکونو ځواب ورکړی دی.

د هرات د والي په وینا، په بېګانۍ نښته کې ۳۰ تنه طالبان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي.

ښاغلی قانع وایي، یو افغان سرتېری هم وژل شوی او ۴ نور ټبیان دي.

د هرات چارواکي وایي، بېګاه یې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي او هاوانونه یې پرې ورولي.

په ورته وخت کې د بادغېس والي حسام‌الدین شمس وایي، چې پر قلعه‌نو ښار د طالبانو بېګانی برید یې دفعه کړی دی.

د ښاغلي شمس په وینا، پر طالبانو بېګاني برید کې شاوخوا ۶۰ تنه طالبان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان دي.

د بادغېس والي وایي، لا هم د قلعه‌نو شاوخوا کې ځای ځای نښته شته، خو امنیتي ځواکونه پر ښار پوره کنټرول لري.

پر قلعه‌نو ښار د طالبانو بریدونه، بادغېس کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د ۲۵ ورځو اوربند نه وروسته بیا پیل شوي.

نږدې یوه میاشت وړاندې، پر قلعه‌نو د طالبانو تر ۱۰ ورځو بریدونو وروسته، د قومي مشرانو په منځګړتوب دواړو غاړو توافق وکړ، چې پر یو بل به بریدونه نه کوي.

اوس د بادغېس والي وایي، طالبانو دغه ژمنه ماته کړې.

هرات او بادغېس کې طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په هکله طالبانو لا څه نه دي ویلي.

د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، چې بېګاه یې پر هرات ښار د طالبانو شپږ ځایه بریدونو ته ځواب ورکړی او درنه مرګ‌ژوبله یې هم وراړولې ده.

شریک یي کړئ