Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې سخته جګړه روانه ده

غزني کې امنیتي سرچینو نن (پنج‌شنبه د زمري په ۲۱ مه) ویلي، چې طالبانو له بېګاه راهیسې پر غزني ښار سخت بریدونه روان کړي او اوس هم په ښار کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ توده جګړه روانه ده.

سرچینې وایي، طالبانو د غزني امنیې قوماندانۍ، ولایت مقام، ملي امنیت ریاست او د ځینو نورو ادارو ودانۍ خپل کنټرول کې راوستې دي.

د سرچینو په وینا، اوسمهال جګړه غزني کې د ملي اردو درېیمې لوا ته نږدې روانه ده، چېرې چې دولتي ځواکونه په‌کې راټول شوي.

په خواله رسنیو کې ځینې عکسونه خپاره شوي، چې ظاهراً ښيي ځینو حکومتي چارواکو ته چې وسلې ورسره نه‌شته، طالبان له غزني ښار نه د وتلو اجازه ورکوي.

داسې رپوټونه هم دي، چې غزني کې د جګړې له کبله ځینو ځایونو اور اخېستی.

د غزني چارواکو لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ