Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو غزني او امنیتي ځواکونو د غزني والي ونیو

د غزني والي داوود لغماني نن (پنجشنبه د زمري په ۲۱ مه) د اسلامي ثقافت پلازمېنه ( د غزني ښار) طالبانو ته وسپاره.

د غزني د ولاتی شورا رییس وایي، داوود لغماني طالبانو سره معامله وکړه او طالبانو سره په همغږۍ زغروالو موټرو او خپلو کسانو سره له غزني ووت.

د غزني د ولایتي شورا رییس نصیر احمد فقیري پر فېسبوک لیکلي، داوود لغماني د ابوبکر په نامه د طالبانو یو قوماندان سره خبرې وکړي او بیا یې غزنی پرېښود - طالبانو هم بدرګه کړ.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني هم ویلي، چې پر غزني معامله شوې.

ښاغلي کامراني ویلي:"ورسره یې پروتوکول وکړ. د پروتوکول پر بنسټ کېدای شي کابل ته رانږدې وي، دلته چې راشي بیا پوښتنه نه‌شته، دا نه‌شته چې ورته وویل شي، څومره پیسې دې غلا کړي، چې موږ امنیتي ځواکونو لپاره درکړې وې او له طالبانو دې څومره واخېستې چې غزني دې سقوط کړ."

له دې سره د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د غزني والي داوود لغمانی کابل ته پر لار و، چې د غزني – کابل لویه لارې په اوږدو کې، میدان وردګو کې امنیتي ځواکونو ونیو.

امنیتي ځواکونه لا هم غزني کې په یوه لوا کې دي او طالبانو سره په جګړه دي.

وروستو څو ورځو کې غزني لسم ښار شو، چې طالبانو خپل کنټرول کې راوست.

تر دې وړاندې طالبانو کندوز، فاریاب، بغلان، تخار، بدخشان، فراه، نیمروز او جوزجان هم طالبانو لاندي کړي.

پرون په کندزو کې د پامیر قول لور اردو ځواکونو دا قول اردو له ټولو وسایلو سره پرېښوده.

اوس په خواله رسنیو کې داسې تصویرونه خپاره شوي، چې ګنې ځینې دولتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي.

له دې ټولو سره سرچینې د دې پخلی کوي، چې د کندوز سرپرست والي احسان الله عمرزی او د کندوز امنیه قوماندان زبردست صافی طالبانو سره دي.

د کندزو د ولایتي شورا رییس امرالدین ولي ویلي:"کندوز کې هر څه لوټ شول. حکومتي شتمني بد وضعیت کې ده او حکومت وضعیت ته و نه رسېد."

بل خوا سرچینې وایي، طالبانو په پلخمري کې کور په کور پلټنه پیل کړې او د پامیر قول اردو لسګونه موټرې او لسګونه مېله وسلې یې خپلې کړې دي.

د بغلان پلخمري او د بدخشان فیض‌اباد کې د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې رپوټونه هم شته.

د هېواد شمال کې خبریال نصیر صادق ویلي:"حکومت تر اوسه هېڅ نه دي کړي."

د ولسي جرګې غړي ذبیح الله عتیق ویلي:"بدخشان کې ناورین دی خو شمېرې تراوسه دقیقې نه‌ دي."

له دې ټولو سره د فراه ښار ځینو عکسونو کې ښکاري، چې طالبان یو کس سره تاوتریخوالی کوي او ډزې پرې کوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د غزني والي داوود لغمانی کابل ته پر لار و، چې د غزني – کابل لویه لارې په اوږدو کې، میدان وردګو کې امنیتي ځواکونو ونیو.

شریک یي کړئ