Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو هرات ښار خپل کنټرول کې کړ

طالبانو نن (جمعه د زمري په ۲۲ مه) د هېواد لوېدیځ کې تر ټولو لوی او د هېواد په کچه درېیم لوی ښار هرات باندې ولکه ټینګه کړه.

دا له هغې وروسته چې د هرات جګپوړي سیمه‌ییز چارواکي طالبانو ته تسلیم شول.

سرچینو طلوع نیوز ته وویل، چې د هرات والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان او د ۲۰۱۷ ظفر قول‌اردو قوماندان طالبانو ته تسلیم شوي.

طالبانو ادعا کړې چې پر دغه کسانو سربېره، ځینې دولتي سرتېري هم طالبانو سره یوځای شوي.

مرکزي حکومت لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

هرات کې د تېرو درېیو اوونیو راهیسې  له طالبانو سره د افغان ځواکونو او ولسي ځواکونو نښته روانه وه. هغه ولسي ځواکونه چې محمد اسماعیل خان یې مشري کوله.

وړاندې طالبانو د نیمروز، فراه، غور او بادغېس ولایتونو مرکزونه هم نیولي وو، چې د هېواد لوېدیځ کې پراته ولایتونه دي.

طالبانو تراوسه په ټول هېواد کې د ۱۷ ولایتونو مرکزونه لاندې کړي دي.

اوسمهال د کابل په ۷۰ کیلومټرۍ کې پروت لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

طالبانو هرات ښار خپل کنټرول کې کړ

طالبانو په روانه اوونۍ کې د هېواد لوېدیځ کې د هرات په ګډون پر پینځو ولایتونو ولکه ټینګه کړې، چې په دې سره ټول هېواد کې د ۱۷ ولایتونو مرکزونه طالبانو سره شول.

Thumbnail

طالبانو نن (جمعه د زمري په ۲۲ مه) د هېواد لوېدیځ کې تر ټولو لوی او د هېواد په کچه درېیم لوی ښار هرات باندې ولکه ټینګه کړه.

دا له هغې وروسته چې د هرات جګپوړي سیمه‌ییز چارواکي طالبانو ته تسلیم شول.

سرچینو طلوع نیوز ته وویل، چې د هرات والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان او د ۲۰۱۷ ظفر قول‌اردو قوماندان طالبانو ته تسلیم شوي.

طالبانو ادعا کړې چې پر دغه کسانو سربېره، ځینې دولتي سرتېري هم طالبانو سره یوځای شوي.

مرکزي حکومت لا تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

هرات کې د تېرو درېیو اوونیو راهیسې  له طالبانو سره د افغان ځواکونو او ولسي ځواکونو نښته روانه وه. هغه ولسي ځواکونه چې محمد اسماعیل خان یې مشري کوله.

وړاندې طالبانو د نیمروز، فراه، غور او بادغېس ولایتونو مرکزونه هم نیولي وو، چې د هېواد لوېدیځ کې پراته ولایتونه دي.

طالبانو تراوسه په ټول هېواد کې د ۱۷ ولایتونو مرکزونه لاندې کړي دي.

اوسمهال د کابل په ۷۰ کیلومټرۍ کې پروت لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه