Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا دوو وزیرانو سره د ولسمشر غني ټیلیفوني خبرې

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ولسمشر غني پرون ماښام، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په ټیلیفون د افغانستان پر روان وضعیت او د تاوتریخوالي په کمولو خبرې کړې دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي، چې په دې ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ نژدې راتلونکې کې د همغږۍ د ډاډ خبره شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي:"وزیر اسټین او وزیر بلنکین له ولسمشر غني سره په ټیلیفون خبرې کړې دي. دا بحثونه به زموږ له ملګرو او همکارانو سره روان وي چې راتلونکې کې یې د همغږۍ ډاډ ولرو."

بل خوا ولسمشر غني پرون، په کابل کې ځوانانو ته یوه وینا کې وویل، چې د سولې بهیر د افغانستان د خلکو تر منځ د بې‌اتفاقۍ لامل شوی.

ولسمشر غني ویلي:"د سولې په نامه پروسې د افغانستان خلک سره وویشل. راغلل او پروسه یې ولکه کړه. له چمتووالي او زموږ له تاریخ نه د درک او نړۍوالو شرایطو پرته راغلل او دا کار وکړه، هغه کار وکړه، د افغانستان ولسمشر خنډ دی... د افغانستان سیاستوال یې اړ کړل، چې د خپلو موډلو په شان نمایش وکړي او ووایي چې سبا به څوک ولسمشر وي."

ولسمشر غني ویلي، چې د ده د ځای ناستي معلومول د خلکو حق دی.

ولسمشر غني ویلي:"د افغانستان خلک چې هره ورځ وغواړي زما ځای ناسی معلوم کړي په سترګو! خو موږ دا حق بل چاته نه ورکوو، چې د افغانستان ملي زعیم وټاکي."

عام خلک د ولسمشر کتنو او ارګ کې غونډې ته په اشاره، د هېواد د وضعیت د مدیریت پاتې راتللو له کبله نیوکه کوي.

د کابل یوه اوسېدونکي حکمت الله ویلي:"غونډه دې وکړي او موږ باید پوه شو، چې زموږ راتلونکی څه دی. اوس موږ خپل راتلونکی نه وینو."

د کابل یوه بل اوسېدونکي محمد عطایي ویلي:"له حکومت نه زموږ غوښتنه داده، په هر قیمت چې وي، لویې ستونزې دې ژر حل کړي."

د عامو خلکو تر څنګ سیاستوالو هم، د اوسني وضعیت مدیریت لپاره د پروګرام نه‌موجودیت له کبله نیوکه کوي.

د مخکیني ولسمشر مرستیال احمد ضیاء مسعود ویلي:"تر کله به موږ دې ته په تمه یوو، چې ولسمشر کله یوه امنیتي پالیسي جوړوي. پر دغه سړي زموږ باور د دې لامل شو، چې ننني حالت ته ورسېدو."

له دې سره ارګ وایي، ولسمشر غني به ډېر ژر ولس ته وینا وکړي.

د اوسني وضعیت د مدیریت لپاره د حکومت د طرحې په نه موجودیت داسې حال کې نیوکه کېږي، چې د ۱۷ ولایتونو ګڼې سیمې طالبانو نیولې دي.

شریک یي کړئ