Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکایی سناتور مک‌کانل وايي امریکا دې پر طالبانو هوایي حملې وکړي

د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک‌کانل پرون جمعه ویلي، د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې پر طالبانو هوایي بریدونه پیل کړي او له افغان ځواکونو دې ملاتړ وکړي، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په درشل کې، طالبان د افغانستان پلازمېنه کابل و نه نیسي.

سناتور مک‌کانل ویلي:"لا هم ناوخته نه دی، چې پر کابل د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړو. د امریکا حکومت باید پر طالبانو سملاسي بریدونه وکړي. له افغان ځواکونو دې ملاتړ وکړي، چې د پلازمېنې کابل د سقوط مخنیوی وشي."

ښاغلي مک‌کانل خبرداری ورکړی:"که امریکا پر طالبانو هوایي بریدونه و نه‌کړي، ډاډه اوسئ، چې امریکا ته به امنیتي خطر ډېر شي او پر بې‌ګناه افغانانو به ناورین راشي."

دغه امریکایي سناتور ویلي، په واشنګټن کې یې افغان سفیرې سره خبرې کړي او د افغانستان پر وضعیت او بشري بحران غږېدلی دی.

په امریکا کې جمهوري غوښتوونکو په دې وروستیو کې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستلو پرېکړې له کبله په جوبایډن نیوکې کړې دي، ځکه چې په وینا یې د افغانستان شرایط ترینګلي شوي دي.

طالبانو په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې د کندهار او هرات په ګډون د ۱۷ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتوونیو ګوتیرش پرون جمعه ویلي، چې طالبان دې خپل بریدونه سملاسي بند کړي او په زور واک ته رسېدل دې هېر کړي.

امریکایي سناتور مچ مک‌کانل ویلي:"که امریکا پر طالبانو هوایي بریدونه و نه‌کړي، ډاډه اوسئ، چې امریکا ته به امنیتي خطر ډېر شي."

Thumbnail

د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر مچ مک‌کانل پرون جمعه ویلي، د امریکا متحده ایالتونه باید په افغانستان کې پر طالبانو هوایي بریدونه پیل کړي او له افغان ځواکونو دې ملاتړ وکړي، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په درشل کې، طالبان د افغانستان پلازمېنه کابل و نه نیسي.

سناتور مک‌کانل ویلي:"لا هم ناوخته نه دی، چې پر کابل د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړو. د امریکا حکومت باید پر طالبانو سملاسي بریدونه وکړي. له افغان ځواکونو دې ملاتړ وکړي، چې د پلازمېنې کابل د سقوط مخنیوی وشي."

ښاغلي مک‌کانل خبرداری ورکړی:"که امریکا پر طالبانو هوایي بریدونه و نه‌کړي، ډاډه اوسئ، چې امریکا ته به امنیتي خطر ډېر شي او پر بې‌ګناه افغانانو به ناورین راشي."

دغه امریکایي سناتور ویلي، په واشنګټن کې یې افغان سفیرې سره خبرې کړي او د افغانستان پر وضعیت او بشري بحران غږېدلی دی.

په امریکا کې جمهوري غوښتوونکو په دې وروستیو کې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستلو پرېکړې له کبله په جوبایډن نیوکې کړې دي، ځکه چې په وینا یې د افغانستان شرایط ترینګلي شوي دي.

طالبانو په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې د کندهار او هرات په ګډون د ۱۷ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتوونیو ګوتیرش پرون جمعه ویلي، چې طالبان دې خپل بریدونه سملاسي بند کړي او په زور واک ته رسېدل دې هېر کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه