Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلک د خپلې راتلونکې په هکله خبرېدل او د جګړې پای غواړي

د کابل اوسېدونکي له حکومت او طالبانو غواړي چې له دې ډېر نور خلک او دولتي ځواکونه دې د خپلو معاملو قرباني نه کړي او خلک د دوی له راتلونکې خبر کړي.

هېوادوال وايي هر ډول حکومت چې په هېواد کې رامنځته کېږي باید د هغوی بشري حقونه تامین کړي او پرې نه ږدي چې جګړ له دې ډېره له خلکو قرباني واخلي.

خلک وايي نه غواړي چې افغانستان یوځل بیا په کنډوالې بدل شي او تېرو شلو کلونو ته ستون شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لاس ته په پرله پسې توګه د ښارونو لوېدو په ځانګړې توګه د کابل ګاونډیو ولایتونو بالاخره د کابل پر وضعیت هم اغېز وکړ او د کابل اوسېدونکو نن ورځ دننه په ښار کې د وسله والو نښتو له ترهېږدو او اندېښنې سره تېره کړه.

د کابل اوسېدونکی میروس وايي:«غواړم چې په دغه هېواد کې ارامي راشي وینه تویه نه شي د خلکو ناموس ته لاس اوږد نه کړل شي.»

د کابل بل اوسېدونکې شایان هم زیاتوي:«زموږ امنیتي ځواکونه ستونزه نه لري، چارواکي ستونزه لري هېواد یې وپلور.»

هېوادوال وايي هر ډول حکومت چې په هېواد کې رامنځته کېږي باید په هغه کې د خلکو ځان خوندي او وګړیز حقوق یې تامین شي.

د کابل اوسېدونکی لایق څرګندوي:«د خلکو بشري حقونه دې خوندي شي ښځې دې له کوره ووتلای شي، د نجونو په مخ ښوونځي ونه تړل شي.»

د کابل بل اوسېدونکی تمیم هم وايي:«حکومت هېڅ تګلاره نه لرله په هر ځای کې چې خبرې اترې وګړي بې نتیجه دي.»

خلک اندېښمن دي چې د طالبانو لاسته د ښارونو له لوېدو سره افغانستان شل کاله شاته ستنېږي او هغوی د نظام نه ساتلو له امله د حکومت پر ناکاریو نیوکه کوي.

د کابل اوسېدونکی حیدر څرګندوي:«ټول ښار ارام شوی هټۍ تړلې دي هېڅکله ښار داسې نه وو.»

له تېرې ورځې راهیسې په پلازمېنه کې ښاري نظام ګډوډ شوی او ځينې هټۍ او شرکتونه تړل شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه