عامو خلکو له هېواد نه د اشرف غني او د مخکیني حکومت د ځینو چارواکو تېښتې ته سخت غبرګونونه ښودلي دي.
عام خلک وایي، اشرف غني، مرستیالانو یې، د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب او د چارو د ادارې رییس فضل محمود فضلي بیا بیا په هېواد کې د پاتېدو ویلي وو، خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د نظامي ماموریت تر بشپړېدو وړاندې، له هېواد نه تښتېدلي.
په همدې حال کې د رویټرز خبري اژانس، کابل کې د روسیې د سفارت په حواله لیکلي، چې اشرف غني په څلورو موټرو او یوه چورلکه کې پیسې له ځانه سره وړې دي.
اشرف غني یو وخت ویلي وو:"امانالله خان راته ګران دی. تاسې ته معلومه ده. خو وتښتېد او موږ یې یوازې پرېښودو. زه د تېښتې نه یم.”
حمد الله محب هم یو وخت ویلي وو:"پخیر دې راشي. په زور او جګړه دې راشي، خو هغوی ته یې په بېغیرتۍ نه پرېږدو."
د مخکیني حکومت د دغو چارواکو په خوا کې، د عطاء محمد نور او مارشال عبدالرشید دوستم به څېر سیاستوالو هم، له خلکو د دفاع خبره کړې وه، خو ګڼ ځایونه یې، پرته له جګړې طالبانو ته پرېښودل.
عطاء محمد نور ویلي وو:"که زموږ مرمۍ خلاصې شي، موږ به ونیسي، که نه نو چې وسله راسره وي او ژوندی یم او زموږ کسان راسره وي، داسې هېڅ ځواک نهشته، چې موږ ژوندي ونیسي. شهادت به مو د ویاړ وي."
مارشال دوستم یو مهال ویلي وو:"په دې لاره کې که شهید هم شم، په ځان ویاړم. او دا ملت یوازې نه پرېږدم."
خو د مخکیني وسلهوال پوځ اعلی سرقوماندان او سیاستوالو تېښته د خلکو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
کابل کې یوه هټۍوال وحیدالله ویلي:"دوی زموږ وطن داسې پرېښود چې په ريښتیا یې نهیلي کړو. "
د کابل یوه اوسېدونکي خلیلالرحمان ویلي:"هغوی د خلکو په وینو لوبه وکړه. که طالبان هم دغسې وکړي، دوی به هم دغسې برخلیک سره مخامخ شي."
ځینې هغه کسان چې د جګړې له کبله له ولایتونو کابل ته راغلي، وایي د دوی تر رارسېدو وړاندې ولسمشر تښتېدلی.
د تخار یوه اوسېدونکي عبدالحی ویلي:"په هغه بې شرمه ولسمشر دې لعنت وي، چې دا بې وزله ملت یې پرېښود او خپله وتښتېد."
بل خوا د مخکیني حکومت ځینې کارکوونکي تاجکستان ته تللي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، بېګاه یوازې تاجکستان او ترمز ته ۴۵ الوتنې شوې دي.
تاجکستان کې د مخکیني حکومت سفیر ظاهر اغبر ویلي:"هغه بزدله مشران دي، چې ملت ورته قرباني ورکړه او ځانونه یې شهیدان کړل، خو دوی ترې وتښتېدل."
په ورته وخت کې داسې رپوټ هم شته، چې د امنیتي ځواکونو یوه الوتکه په ازبکستان کې رالوېدلې خو په هکله یې نور جزییات نهشته.
طالبانو بیا د مخکیني حکومت پر ټولو کارکوونکو او سیاستوالو غږ کړی، چې نه دي تښتي او خپل هېواد کې به خوندي وي.
په دې اړه مو اندونه