Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو ویاند وایي د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو هڅې روانې دي

کابل کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې ورځې په پای کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې تر دغې شبې یې چا څېره نه وه لیدلې، د حکومت د رسنیو په مرکز کې راڅرګند شو او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

مجاهد وویل، د طالبانو مشران د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو هڅه کوي، چې ټول افغانان په‌کې وي.

محاهد ټینګار کړی چې "طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې او د غچ په فکر کې نه دي، نو ځکه خو د دولتي کارکوونکو په ګډون ټول هېوادوال، بهرنۍ موسسې، د بهرنیو موسسو کارکوونکي، ښځې او خبریالان خوندي دي او اندېښنه دې نه کوي."

د طالبانو ویاند دا هم ویلي، چې د کوکنارو کښت به په هېواد کې صفر شي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، کابل ته د دوی له راننوتلو نه مخکې، ګډوډي جوړه شوه، چې مسوول یې مخکینی حکومت دی.

که څه هم د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په هکله پوښتنې شته، خو د طالباتنو ویاند وایي، د ښځو حقونه او د کار څرنګوالی یې او نړۍ سره د حکومت اړیکې به د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وي او خلک او نړۍواله ټولنه دې اندېښنه نه کوي.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې رسنۍ به خېلواکې او فعالې پاتې وي، خو اسلامي ارزښتونه، بې‌پریتوب او ملي ګټې به په پام کې نیسي.

د طالبانو ویاند پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د کوکنارو د بدیل برابرولو او د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوي لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

طالبانو درې ورځې وړاندې کابل ونیو او پر کابل سربېره ۳۲ نور ولایتونه یې هم کنټرول کې دي، خو پنجشېر ولایت یې لا نه دی نیولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، رسنۍ به خېلواکې او فعالې پاتې وي، خو اسلامي ارزښتونه، بې‌پریتوب او ملي ګټې به په پام کې نیسي.

Thumbnail

کابل کې د طالبانو د واکمنۍ د دویمې ورځې په پای کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې تر دغې شبې یې چا څېره نه وه لیدلې، د حکومت د رسنیو په مرکز کې راڅرګند شو او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

مجاهد وویل، د طالبانو مشران د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو هڅه کوي، چې ټول افغانان په‌کې وي.

محاهد ټینګار کړی چې "طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې او د غچ په فکر کې نه دي، نو ځکه خو د دولتي کارکوونکو په ګډون ټول هېوادوال، بهرنۍ موسسې، د بهرنیو موسسو کارکوونکي، ښځې او خبریالان خوندي دي او اندېښنه دې نه کوي."

د طالبانو ویاند دا هم ویلي، چې د کوکنارو کښت به په هېواد کې صفر شي.

د ذبیح الله مجاهد په وینا، کابل ته د دوی له راننوتلو نه مخکې، ګډوډي جوړه شوه، چې مسوول یې مخکینی حکومت دی.

که څه هم د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په هکله پوښتنې شته، خو د طالباتنو ویاند وایي، د ښځو حقونه او د کار څرنګوالی یې او نړۍ سره د حکومت اړیکې به د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وي او خلک او نړۍواله ټولنه دې اندېښنه نه کوي.

د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې رسنۍ به خېلواکې او فعالې پاتې وي، خو اسلامي ارزښتونه، بې‌پریتوب او ملي ګټې به په پام کې نیسي.

د طالبانو ویاند پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د کوکنارو د بدیل برابرولو او د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخنیوي لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

طالبانو درې ورځې وړاندې کابل ونیو او پر کابل سربېره ۳۲ نور ولایتونه یې هم کنټرول کې دي، خو پنجشېر ولایت یې لا نه دی نیولی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه